د افغانستان د تېر حکومت کارکونکو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول
Sep 13, 2023 06:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د تماس کمېسیون د دارالانشاء د رئیس لخوا د پخواني حکومت ځينو پوځي جنرالانو، ملکي او نظامي چارواکو او د ولسي جرګې يو شمېر غړو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول.
د تېرې ادارې کارکوونکو او وکیلانو چې د مصؤنیت کارتونه يې ترلاسه کړل، د اسلامي امارت پر دغه اقدام خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د مصؤونیت د کارتونو په ورکړې سره د تېرو چارواکو اندېښنې له منځه تللي دي.
هغوی همدارنګه له افغان شخصیتونو سره د تماس او د هغوی د راستنولو له کمېسیون مننه وکړه، چې پر وخت یې د هغوی د ستونزو د حل په موخه اقدام کړی.
ټیګونه