پاکستان اوافغانستان ترمنیځ د تاوتریخوالي زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138520-پاکستان_اوافغانستان_ترمنیځ_د_تاوتریخوالي_زیاتیدا
د پاکستان د لوړ رتبه حکومتی چارواکی دغه دریځ د طالبانو په وړاندی د اسلام اباد تر ټولو سخت دریځ دی
(last modified 2023-09-14T07:29:23+00:00 )
Sep 14, 2023 11:52 Asia/Kabul
  • پاکستان اوافغانستان ترمنیځ د تاوتریخوالي زیاتیدا

د پاکستان د لوړ رتبه حکومتی چارواکی دغه دریځ د طالبانو په وړاندی د اسلام اباد تر ټولو سخت دریځ دی

په داسی حال کی چی د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې تاوتریخوالې زیات شوی او د تورخم پولې د پرانستلو لپاره د پاکستان حکومت او طالبانو د خبرو اترو څو پړاونه له ماتې سره مخامخ شوي دي د پاکستان لومړی وزیر انوار الحق کاکړ وویل چی په افغانستان کې واکمن دولت قانونی حکومت ندې .له دې امله پاکستان د افغانستان ،سرحدي سیمو  او خیبرپختونخواه  صوبې واقعیّتونه تر نظر لاندې ساتي  او  د کابل دحکومت توانمني او نیّت هم سنجوي .

د پاکستان د لوړ رتبه حکومتی چارواکی دغه دریځ د طالبانو په وړاندی د اسلام اباد تر ټولو سخت دریځ دی . دا موضوع له څو اړخونو د پام وړ ده . لومړی دا چی پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت په هیڅ عنوان نه منی او ممکنه ده د هغه لپاره سرخوږې رامینځته کړی ، دوهم دا چی که پاکستان او افغانستان ترمینځ مزاکرات کیږی نود طالبانو په حاکمیتی ځای کی ندی او دغه ډله د لویدیځ په تیره بیا امریکا له ګټې غواړي وتلو پرځای پاتی شوی ده چی طالبان یې په افغانستان کې د خپلې ګوډاګی ډلې په توګه راوستل .

د نړیوالو مسایلو کارپیژاندې منصور احمد خان په دې باره کی وایی د پاکستان له لوری په افغانستان کې د طالبانو د حکومت غیرقانونی بلل د دواړو لورو ترمینځ هرډول ملګرتیا بندوی خو دا چی که طالبان د اسلام اباد د تمو او غوښتنو په اساس د ګاونډیو هیوادونو امنیت اود پولو امنیت د تامینولو مسولیت ومنی او د مسول واکمن په توګه عمل وکړی چی  طالبان ورته بی پامه دي .

د پاکستان د موقته لومړی وزیر په وینا باید په   ډيپلوماټيک ډګر کې  هم پر واقعیّتونو سترګې پټې نکړو،نو له دې امله دا پوښتنه مطرحوی چی  آیا افغانستان  له درو ټریلیّن ډالرو له لګولو او دلویدیځو  هیوادونو له لاسوهنو وروسته یو مرکزي حکومت دی؟

د پاکستان د لومړی وزیر لخوا داسې څرګندونې په افغانستان کی د طالبانو له کړچار د اسلام اباد د سختې غوسې ښودنه کوی او دا چی د افغانستان د طالبانو ترمینځ هیڅ اتحاد نه لیدل کیږی او د کابل میشته طالبان ندي توایندلي د چارو د اداره کولو لپاره یو موټې سیاست غوره کړې شي او د پاکستان له نظره طالبان د پوله ساتنې او د هغه د تامینولو په برخه کې له جدی مشکل سره مخامخ دي .

د پاکستان لومړې وزیر کاکړ په دې باور دی چی لویدیځوال له افغانستانه ووتل او اوس هغه حکومت چی پاتې دې یو قانونی دولت ندی . هغه په وروستیو کې هم په افغانستان کې  د امریکا او ناټو په پاتې وسلو  داندیښنې په څرګندولو سره  وئيلی وو،فکر مو کاوۀ  چی په افغانستان کې به  دطالبانو په مسلط کیدا سره  د پاکستان وضعیّت  نسبتا ښه شي خو دغه شان ونه شول.

داسی ښکاری د پاکستان په وړاندی د طالبانو نسبتا خپلواکه دریځونو غوره کول چی په وروستیو لسیزو کې یې اصلی ملاتړی بلل کیږی . تر ډیره حده اسلام اباد غوسه کړی دی ځکه چی طالبان سرحدی او مځکنی مسایل د پاکستان او افغانستان ترمینځ د زاړو اختلافاتو په توګه مطرحوي چی پاکستان ترې ډیر راضی ندې .

د سیاسی مسلو کارپیژاندې عباس خټک په دې باره کی وایی د پاکستان او افغانستان ترمینځ مهم اختلافات مطرح دي چی پاکستان تمه نه درلوده د طالبانو په بیا راتلو سره اختلافات بیا رامینځته شي خوم داسی ښکاری چی پاکستان له افغانستان سره سرحدي تاوتریخوالي د سرحدي اختلافاتو د مطرحولو لپاره حساب شوی حرکت بولی ، هغه موضوع چی ګونګوسی یې د ځینو طالبانو لخوا مطرح کیږي .

په هرحال د تورخم د لارې تړل کیدا د دواړو هیوادونو د خلکو او تجارتي برخې لپاره ډیر تاوانونو راوړي .

داسی ښکاری تر هغه چی طالبان د ګډو پولو د امنیت د تامینولو او له تحریک طالبان پاکستان سره د مقابلې په اړه جدی اقدام ونکړی نو ګرانه ښکاری چی اسلام اباد د تورخم لارې له پرانستلو سره موافقه وکړی .