د پاکستان له زندانونو لسګونه افغان کډوال خوشي شوي
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په هلو ځلو د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه نور افغان مهاجرین آزاد شول.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په هلو ځلو د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه نور افغان مهاجرین آزاد شول.
پاکستان او ایران په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د کورنۍ جګړې او اشغال په ترڅ کې د افغان کډوالو اصلي ځایونه دي. خو افغان چارواکي وايي چې په وروستیو میاشتو کې د اسلام اباد او په کابل کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د سرحدي لانجو د زیاتوالي له امله په پاکستان کې افغان کډوال ځورول شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان د مهاجرینو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت په هڅو په تېرو پنځو ورځو کې ۱۲۰ تنه افغان مهاجرین د پاکستان له زندانونو راخوشې شوي دي.
دغه وزارت ډاډ ورکړی چې د پاتې نورو بندیانو د خلاصون هڅې هم روانې دي.
خو د افغانستان د مهاجرینو د چارو وزارت زیاته کړه: په تیرو څو ورځو کښې څه دپاسه ۵۰۰ تنه افغان کډوال د پاکستان د پولیسو له خوا د کره اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او بندیان شوي دي.