د پاکستان له زندانونو لسګونه افغان کډوال خوشي شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138538-د_پاکستان_له_زندانونو_لسګونه_افغان_کډوال_خوشي_شوي
 د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په هلو ځلو د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه نور افغان مهاجرین آزاد شول.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Sep 15, 2023 03:07 Asia/Kabul
  • د پاکستان له زندانونو لسګونه افغان کډوال خوشي شوي

 د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په هلو ځلو د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه نور افغان مهاجرین آزاد شول.

 د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په هلو ځلو د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه نور افغان مهاجرین آزاد شول.

پاکستان او ایران په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د کورنۍ جګړې او اشغال په ترڅ کې د افغان کډوالو اصلي ځایونه دي. خو افغان چارواکي وايي چې په وروستیو میاشتو کې د اسلام اباد او په کابل کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د سرحدي لانجو د زیاتوالي له امله په پاکستان کې افغان کډوال ځورول شوي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان د مهاجرینو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت په هڅو په تېرو پنځو ورځو کې ۱۲۰ تنه افغان مهاجرین د پاکستان له زندانونو راخوشې شوي دي.

دغه وزارت ډاډ ورکړی چې د پاتې نورو بندیانو د خلاصون هڅې هم روانې دي.

خو د افغانستان د مهاجرینو د چارو وزارت زیاته کړه: په تیرو څو ورځو کښې څه دپاسه ۵۰۰ تنه افغان کډوال د پاکستان د پولیسو له خوا د کره اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او بندیان شوي دي.