په افغانستان کې يو نيم ميليون لوستي ځوانان بېکاره دي
دطالبانوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چارواكي وايي له دې وروسته به دغه ځوانان د انلاين سوداګرۍ په برخه كې په مسلکي توګه وروزل شي.
د افغانستان د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين محمد يونس رشيد په جوزجان کې په يوه غونډه کې وويل چې په افغانستان کې له دريو مليونو لوستو ځوانانو څخه نيمايي يې دا مهال په افغانستان کې وزګار دي .
افغان غږ خبری وایی د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین وایی چې اوس مهال په هیواد کې یو نیم میلیون لوستی کسان وزګار دی.
هغه زياته کړه، چې په هېواد کې هر کال لس زره ځایونه خالي وي او د بېکارۍ کچه د دې په پرتله ډېره لږه ده.
دطالبانوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چارواكي وايي له دې وروسته به دغه ځوانان د انلاين سوداګرۍ په برخه كې په مسلکي توګه وروزل شي.
د ښاغلي رشید په خبره، درې میلیونه ډالر به په سمنګان، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د ځوانانو د مهارتونو د پراختیا په ۱۸ مرکزونو کې د آنلاین سوداګرۍ، کمپیوټر او انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې ولګول شي.
هغه ځوانان د افغانستان د راتلونکي اتلان او واکمنان وبلل او وې ویل، چې د ساینس او ټکنالوژۍ په زده کړو سره د هېواد په پرمختګ او د نظام په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.