نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د انګورو صادرات
Sep 16, 2023 11:38 Asia/Kabul
سږ کال د افغانستان له کندهار ولایت څخه ۱۵ زره ټنه انګور د نړۍ بازارونو په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د افغان غږ(آوا) خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان په سویل کې د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر حاجي محمد صدیق مهمند د دې په بیان سره، چې باغ لرونکي او سوداګر د کال د انګورو تولید ته په پام سره هیله لري چې صادرات یې زیات شي.
خو د کندهار د کرنې رياست چارواکي هم وايي، چې په دقیق پلان سره په دغه سوېلي ولايت کې د انګورو د بڼونو د زیاتوالي په لټه کې دي، چې په پايله کې يې د انګورو حاصلات زيات شي.
د يادونې وړ ده، چې د کندهار انګور د نړۍ په بازارونو کې ډېر پېرودونکي او ښه شهرت لري.
ټیګونه