ننګرهار ولایت کې دسوک وهنې سیالۍ تر سره شوې نور راپور واورئ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار ولایت د سیالیو تنظیمونکي وایي موخه یې د لوبغاړو هڅول او ځوانانو ته د سالم تفریح چاپيریال برابرول وو.
په دې سیالیو کې چې د یوې ورځې لپاره په جلال اباد ښار کې جوړې شوې وې پر ننګرهار،کونړ او لغمان ولایتونو سربیره د پلازمینې کابل په ګډون سلو تنو سوک وهونکو برخه اخیستې وه.
د دې سیالیو تنظیموونکی حسین خیل او دسوک وهنې مشر روزونکی نوراحمد حبیبي وایي له دې سیالیویې موخه د لوبغاړو تر منځ همغږي رامنځته کول، په مرکزي کچه د سوک وهنې سیالیو ته د لوبغاړو چمتو کول او همدارنګه له نشه یي توکیوڅخه د ځوانانو راګرځول وو.
هغه لوبغاړي چې په دې سیالیوکې یې برخه اخیستې وه د سیالیو د ترسره کیدو له امله خوشحاله وو خو د نورو دا ډول سیالیو د ترسره کیدو غوښتنه کوله.
وحید او ولي محمد دوه سوک وهونکي وایي په داسې سیالیو کې دوې ته ونډه ورکول د دوې د لا هڅونې لامل کیږي.
د سوک وهنې دې سیالیو ته ګڼ شمیر مینه وال هم ورغلي وو.
دوې په ټوله کې ورزشي لوبو ته د پاملرنې د زیاتیدو غوښتنه کوله او ویل یې چې څومره دځوانانولپاره د لوبو اسانتیاوې زیاتیږي هماغومره د ځوانانوتر منځ د نشه یي توکیو د کارولو مخنیوی کیږي.
په دې سیالیو کې ننګرهار د دیرشو لوبو په ګټلوسره لومړی، کونړ دشلو لوبو په ګټلو سره دویم او کابل دریم ځای خپل کړ.