له طالبانو پرته د افغانستان په باب دملګروملتو غونډه وخت ضائع کول دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138794-له_طالبانو_پرته_د_افغانستان_په_باب_دملګروملتو_غونډه_وخت_ضائع_کول_دي
د افغانستان طالبانو د افغانستان په باب د ملګروملتو غونډه  ددغه هیواد د نماینده  د نه شتون  په دلیل بې نتیجې وبلله .
(last modified 2023-09-20T20:13:01+00:00 )
Sep 20, 2023 10:08 Asia/Kabul
  • له طالبانو پرته د افغانستان په باب دملګروملتو غونډه وخت ضائع کول دي

د افغانستان طالبانو د افغانستان په باب د ملګروملتو غونډه  ددغه هیواد د نماینده  د نه شتون  په دلیل بې نتیجې وبلله .

د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ پرون ناوخته د افغانستان په باب یوه غونډه جوړه کړه د افغانستان به باب خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې ملګرو ملتو  په تیرو دوو کلونو کې  په دغه نړیوال اورګان کې د افغانستان د نماینده په توګه دط البانو د استازي له منلو ډډه کړې ده.طالب چارواکي ،دافغانستان داستازي له شتون پرته ددغې غونډې په ترسره کیدا سخت اعتراضونه کړي دي.

شفقنا خبری آژانس راپور ورکړی،د افغانستان د طالبانو ویندوي ذبیح ا...مجاهد په یولړ څرګندونو کې ووئیل،دملګروملتو په عمومی اسمبلۍکې د افغانستان په باب هرډول بحث، دافغانستان د استازي شتون ته اړتیا لري او له دغه استازي پرته دغه  شان غونډې بې نتیجې وي.

هغه ووئيل،له افغانستان سره په اړونده غونډو او ټولنو کې ددغه هیواد د استازي شتون ډیر مهم دی او له ملګرو ملتو یوځل بیاغواړي چې د افغانستان د دایمی نمایندګۍ څوکئ  دې دطالبانو نماینده ته وسپاري.

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو یوه مرستیال ویندوي بلال کریمي پرون د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ  دغونډې له ترسره کیدا سره په یووخت،د افغانستان په ضد دبندیزونو دلغوه کولو غوښته کړې او وئيلي ئې دي ،تمه لرو څو په هغو غونډو کې چې د عمومی اسمبلۍ په څنډې کې ترسره کییږي، د افغانستان په ضد بندیزونه لغوه شي.