د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست وزیر: د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» زیات دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139024-د_طالبانو_د_پوهنې_وزارت_سرپرست_وزیر_د_هلکانو_په_پرتله_د_نجونو_جهل_زیات_دی
افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست جوزجان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» او ناپوهي ډېره ده.
(last modified 2023-09-25T11:27:39+00:00 )
Sep 25, 2023 15:53 Asia/Kabul
  •  د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست وزیر: د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» زیات دی

افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست جوزجان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» او ناپوهي ډېره ده.

حبیب‌الله اغا پرون یکشنبه د تلې دویمه دغه ولایت کې د یوې دینې مدرسې د جوړېدو چارو د پرانېستلو په اړه جوړې شوې غونډه کې ویلي، هلکان او نجونې حق لري چې دینې زده‌کړې وکړي او په وینا یې، «د هلکانو په پرتله د نجونو جهل زیات دی.»

نوموړي ویلي: «څومره چې هلکان پر موږ حق لري، نجونې هم حق لري چې دیني زده‌کړې وکړي، ځکه د هلکانو په پرتله د نجونو جهل «ناپوهي» زیاته ده.»

د پوهنې وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د عصري علومو پر مټ د هېواد پرمختګ شونی دی.

نوموړي هېواد کې د دیني مدرسو پر جوړېدو ټينګار کړی او د خلکو ترمنځ یووالی، او یو بل منل د هېواد د پرمختګ لامل بللی دی.