د افغانستان طالبانو د ټي ټي پي دوه سوه کسان نیولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139154-د_افغانستان_طالبانو_د_ټي_ټي_پي_دوه_سوه_کسان_نیولي_دي
پاکستاني چارواکو ویلي چې افغان طالبانو ورته ویلي چې ۲۰۰ مشکوک سختدریځي یې په دې تور نیولي چې د افغانستان له خاورې یې په پاکستان کې حملې کولې.
(last modified 2023-09-27T20:53:44+00:00 )
Sep 28, 2023 01:18 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

پاکستاني چارواکو ویلي چې افغان طالبانو ورته ویلي چې ۲۰۰ مشکوک سختدریځي یې په دې تور نیولي چې د افغانستان له خاورې یې په پاکستان کې حملې کولې.

پاکستاني چارواکو د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته ویلي چې افغان طالبانو د ټي ټي پي د غړیو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کلک ګامونه اخیستي دي.

د دغو چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي څرګند شوي، د افغانستان د طالبانو چارواکو په افغانستان کې د ټي ټي پي خلاف د اقداماتو په اړه معلومات تېره اونۍ په کابل کې له پاکستاني پلاوي سره شریک کړي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پلاوي دوې اوونۍ وروسته له دې کابل ته سفر وکړ چې په تورخم کې د دواړو خواوو ترمنځ نښته وشوه او پاکستاني طالبانو په چترال کې د پاکستان د پوځ پر پوستو بریدونه وکړل.

د امریکا غږ پر اساس، یوه پاکستاني چارواکي، چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، وویل، طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ کسان چې د چترال له حملې بېرته افغانستان ته ستنېدل، نیولي او اوس په زندان کې دي.

ده همداراز وویل چې طالب چارواکي اوس په دې بوخت دي چې د ټي ټي پي نور غړي د پاکستان له پولو لېرې، نورو سیمو ته انتقال کړي.

ده زیاته کړه:«موږ باید انتظار وکړو او یوې نتیجې ته تر رسیدو مخکې وګورو چې دا اقدامات څه پایله لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د لنډمهاله حکومت وزیراعظم انوارالحق کاکړ د ترکیې ټي آر ټي شبکې ته ویلي چې له تروریستي ډلو سره د مقابلې لپاره د طالبانو له حکومته توقع له حقیقت سره اړخ نه لګوي.

ده دا هم ویلي چې   د طالبانو حکومت یو لاسی نه دی چې ټول اوامر په کښې منظم تطبیق شي.

ده زیاته کړه، طالبان په ختیځ، لوېدیځ، شمال او جنوب کې په څو ډلو وېشل شوي، خو د افغانستان د طالبانو تحریک په نوم یو عمومي چوکاټ هم لري چې ځان اسلامي امارت بولي او عمومي واک لري.