د افغان کډوالو د ستونزو د حل هڅې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139386-د_افغان_کډوالو_د_ستونزو_د_حل_هڅې_روانې_دي
سرپرست حکومت وایي، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند اندېښمن کړي او غوښتنه کوي چې له افغان کډوالو سره په هغه هېواد کې انساني او اسلامي چلند وشي.
(last modified 2023-10-02T20:59:10+00:00 )
Oct 03, 2023 01:27 Asia/Kabul
  •  د افغان کډوالو د ستونزو د حل هڅې روانې دي

سرپرست حکومت وایي، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند اندېښمن کړي او غوښتنه کوي چې له افغان کډوالو سره په هغه هېواد کې انساني او اسلامي چلند وشي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له افغان کډوالو سره د پاکستان امنیتي ځواکونو چلند اندېښمنوونکی بولي او وایي، له ژمنو سره سره بیا هم پاکستاني ځواکونو له افغان کډوالو سره خپل ناوړه چلند ته دوام ورکړی.

مجاهد له افغانانو غواړي چې له غیرقانوني سفرونو څخه ډډه وکړي او له پاکستان څخه غواړي چې له ورغلو کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.

که څه هم ګڼ شمېر کډوال د پاکستان له زندانونو آزاد او خپل هېواد ته راستانه شول، خو ګڼ شمېر نور لاهم د پاکستان په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي چې ګڼ ماشومان، مېرمنې او ناروغان هم پکې شته دي.