پاکستان دې د افغانستاني کډوالو په هکله په خپلې پریکړې بیا غور وکړي
مجاهد په ایکس کښې په یو پیغام کښې ولیکل چې د افغانستان خلک د پاکستان په امنیتي ستونزو کښې لاس نه لري.
د فارس خبري آژانس په لیکنه د طالبانو ویاند «ذبیحالله مجاهد»، له افغانستاني کډوالو سره د پاکستان چلند د نه منلو وړ وباله او له دغه هیواده یې وغوښتل چې په خپل پروګرام کښې بیاکتنه او دوباره غور وکړي.
مجاهد په ایکس کښې په یو پیغام کښې ولیکل چې د افغانستان خلک د پاکستان په امنیتي ستونزو کښې لاس نه لري.
په دې وروستیو کښې د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهاله وزیر سرفراز بګټي ویلي دي چې د روان میلادي کال په تیرو څو میاشتو کښې ۲۴ ځانمرګې حملې شوې دي چې ۱۴ په کښې افغانستاني ښاریزو کړې دي.
د پاکستان حکومت په خپلې تازه پریکړې کښې غیرقانوني افغان کډوالو ته د نومبر تر اولې نیټې فرصت ورکړی چې له دغه هیواده ووځي.
د پاکستان لنډمهاله حکومت ویلي دي چې که دغه کډوال د نومبر تر اولې نیټې پورې په رضاکارانه توګه له پاکستانه ونه ځي نو بیا به یې له ټولو صوبو څخه پاکستاني پولیس په زوره وباسي.
د طالبانو ویاند د افغانستاني کډوالو په هکله د پاکستان د وروستۍ پریکړې په غبرګون کښې ویلي دي چې پاکستان باید په دې لړ کښې بیاکتنه او غور وکړي.
مجاهد لیکلي دي: تر څو چې افغان کډوال په خپله خوښه او ورو ورو له پاکستانه ونه وځي تر هغې یې د پاکستان حکومت باید وزغمي.