پاکستان د کډوالو سربېره سوداګرۍ کې هم خنډ جوړ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139528-پاکستان_د_کډوالو_سربېره_سوداګرۍ_کې_هم_خنډ_جوړ_کړی
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو سربېره اوس د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا د افغان ټرانزیټ او په دوه اړخیزې سوداګرۍ کې هم یو لړ خنډونه جوړ کړي.
(last modified 2023-10-06T03:33:42+00:00 )
Oct 06, 2023 07:59 Asia/Kabul
  • پاکستان د کډوالو سربېره سوداګرۍ کې هم خنډ جوړ کړی

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو سربېره اوس د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا د افغان ټرانزیټ او په دوه اړخیزې سوداګرۍ کې هم یو لړ خنډونه جوړ کړي.

د سپوږمۍ رايو د خبر له مخې، دغه سفارت زیاتوي، چې په تېر کې د تورخم د دروازې تړل کېدو او په صفري نقطو کې په مختلفو پلمو د افغاني توکو ځنډولو له امله زیاتره توکي له منځه تللي وو او سوداګرو ته درانه زیانونه واوښتل.

دوی زیاتوي، پاکستاني لوري په وروستیو کې د افغانستان ټرانزیټ پرمخ هم بېلابېلې ستونزې جوړې کړي، چې تازه یې د تورچای، ټایر، د سینګار توکي، نساجي، کورني استعمال توکي او داسې نورو توکو پر ټرانزیټ بې موجبه بندیز لګولی چې د اپټا ‏له تړون سره په ټکر کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته د روان میلادي کال د نومبر تر لومړۍ نېټي وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.