د ایران اقتصادي پلاوی افغانستان ته تلی دی
د ایران د اسلامي جمهوریت یو اقتصادي پلاوی په افغانستان کښې د پانګونې د فرصتونو د څیړنې په موخه کابل ته تلی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت یو اقتصادي پلاوی په افغانستان کښې د پانګونې د فرصتونو د څیړنې په موخه کابل ته تلی دی.
د طالبانو د موقته حکومت د صنعت او تجارت وزارت کابل ته د خراسانِ رضوي د والي یعقوب علي نظري په مشرۍ د ایران د اقتصادي پلاوي د سفر په اعلان سره وویل: په دغه سفر کښې ۸۵ ایراني سوداګر او پانګه وال د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د پانګونې له فرصتونو سره له نزدې څخه اشنا کیږي.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې، د دغه درې ورځني سفر هدف چې د طالبانو د موقته حکومت د صنعت او تجارت د وزیر په بلنه شوی دی، په افغانستان کښې د پانګونې د فرصتونو څیړنه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتي، سوداګري، اقتصادي او ټرانزټي ملګرتیاؤ پیاوړتیا اعلان شوې ده.