په افغانستان کې چارواکي د اوبو بندونه رغوي
Oct 09, 2023 11:09 Asia/Kabul
په افغانستان کې چارواکي غواړي هغه تاریخي ځایونه چې بیا رغونې ته اړتیا لري ویې رغوي
له غزني زمونږ خبریال وايي، راپورونه مو د غزني ولایت (جغتو) ولسوالۍ د (باغچري) بند ته بیایي چیرته چې له کلونو راهیسې دا بند وران ویجاړ پاته دی.
د غزني ولایت د ولاړو اوبو ریاست چارواکي زیاتوي چې د دې بند بیارغولو ته (۱۰۰۰۰۰۰) یو میلیون افغانۍ بودیجه منظوره شوې ده .
خیر محمد د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی ډیر خوښ دی چې اړونده چارواکي ورته دیاد بند دبیا رغونې چارې پیل کړي او غواړي چې په ښه او اساسي توګه ورته ورغول شي.
له دې وړاندې په کندز ولايت کې داوبو یوې شبکې د (يونيسف) ادارې په مالي مرسته د څه دپاسه (۸۰) میلونه افغانیو په ارزښت د فعالیت چارې روانې شوې.
ټیګونه