د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کښې د قحطۍ خبرداری ورکړی دی
افغانستان همدااوس د امریکايي پوځیانو د شل کلنې نیواکګرۍ او جنګ له امله له اقتصادي او انساني کړکیچ سره مخامخ دی. دغه نیواک په افغانستان کښې د اقتصادي او صِحي بیخ بیناؤ د نابودی لامل شوی دی.
افغانستان همدااوس د امریکايي پوځیانو د شل کلنې نیواکګرۍ او جنګ له امله له اقتصادي او انساني کړکیچ سره مخامخ دی. دغه نیواک په افغانستان کښې د اقتصادي او صِحي بیخ بیناؤ د نابودی لامل شوی دی.
د خوړو د نړیوال سازمان سیمه ایز مشر "جان آیلیف " خبرداری ورکړ چې افغانستان به د مرستو د سخت کمي په وجه له قحطۍ سره مخامخ شي.
هغه د افغانستان وضعیت ناهیلې کوونکی وباله او زیاته یې کړه: په افغانستان کښې مرستندویه سازمانونه د بودجې له سخت کمي سره مخ دي. د خوړو نړیوال سازمان په روان کال کښې، د تیر کال په پرتله ۸۰ فیصده کمه بودجه لري.
آیلیف څرګنده کړه چې دمګړۍ په افغانستان کښې ۱۵ میلیونه خلک له لوږې سره لاس او ګریوان دي.
په دې حالاتو کښې د کړکیچ نړیواله ډله د افغانستان خلاف د امریکې بندیزونه په دغه هیواد کښې د پانګونې د مخنیوي مهم خنډ بللی دی.
په افغانستان کښې د طالبانو حکومت هم په کراتو ویلي دي چې په افغانستان باندې بندیزونه لګول د دې هیواد د خلکو په تاوان دي او امریکې دې لګول شوي بندیزونه لرې کړي.