جاپان دې د افغانستان په معدنونو کښې پانګونه وکړي
د طالبانو حکومت د افغانستان د معدنونو په رایستلو او ټیکنالوجۍ کښې د جاپان د پانګونې غوښتنه وکړه.
د طالبانو د حکومت د کابینې مرستیال «عبدالسلام حنفي» په افغانستان کښې د جاپان د سفیر «تاکاشي اوکاډا» سره په خدای په امانۍ کښې وویل چې کابل په مختلفو ډګرونو په تیره بیا د افغانستان د معدنونو د استخراج او ټیکنالوجۍ په برخه کښې د جاپان د پانګونې هرکلی کوي.
حنفي په دغې کتنې کښې چې د افغانستان لپاره د جاپان نوی سفیر «تاکویوشي کورمایا» هم په کښې موجود و، زیاته کړه چې د طالبانو په واکمنۍ سره د نشه ایزو توکو د کښت، قاچاق، تولید او استعمال مخه نیول شوې او په ټول هیواد کښې امنیت تامین شوی دی چې د نړۍ لپاره یې هم مثبتې اغیزې لرلې دي.
اوکاډا هم په دغې کتنې کښې وویل چې ټوکیو، له نړیوالې ټولنې سره د کابل د نزدې کولو هڅه کوي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ به باقي پاتې شي.
په دغې غونډې کښې د جاپان نوي سفیر هم ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې د ټوکیو هدف د دغه هیواد د خلکو مرسته ده او دغه هدف ته د رسیدو لپاره کوششونه کوي.