مولوي بدرالدین حقاني، متحده عربي امارتو کې د طالبانو سفیر شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140572-مولوي_بدرالدین_حقاني_متحده_عربي_امارتو_کې_د_طالبانو_سفیر_شو
په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت په متحده عربي اماراتو کې مولوي بدرالدین حقاني د سفیر په توګه معرفي کړ چي له تېره ورځ یې رسما خپله دنده پیل کړه.
(last modified 2023-10-27T07:52:36+00:00 )
Oct 27, 2023 11:56 Asia/Kabul
  • مولوي بدرالدین حقاني، متحده عربي امارتو کې د طالبانو سفیر شو

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت په متحده عربي اماراتو کې مولوي بدرالدین حقاني د سفیر په توګه معرفي کړ چي له تېره ورځ یې رسما خپله دنده پیل کړه.

په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د متحده اماراتو له لوري افغان سفارت ته د دوی د شارژدافیر منل کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې مهم پرمختګ بولي چې په ترڅ کې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ایران، پاکستان، چین او یو شمېر نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت له لوري لېږل شوي شارژدافیران خپلې دندې ترسره کوي.