ایران د افغانستان له زلزله ځپلو سره بشري مرستې کړي دي
Oct 31, 2023 03:51 Asia/Kabul
په خراسان رضوي کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سره میاشتې د کمیټې مشر وویل: په ایران کې د خلګو له لورې افغان زلزله ځپلو لپاره راغونډې شوې بشرې مرستې هرات ته استول شوي دي.
په خراسان رضوي کې د سره میاشتې د کمیتې مشر محسن ذاکریان په هرات ولایت کې پرلپسې زلزلو ته په اشارې سره وویل: د ایران له لورې د ولسي مرستو یوه جوپه د دوغارون سرحد له لارې هرات ته استول شوی دی.
هغه یادونه وکړه چي د ایران له لورې د بشري مرستو اووهمه جوپه ده چي د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې افغان زلزله ځپلو ته استول کیږي.
ذاکریان وویل چي په یاده جوپه کې له ۲۵۰ ټنه زیات غوړي، وریجې، تیاره خواړه، فرشونه او روغتیایي توکې شامل دي.
د افغانستان په هرات ولایت کې په تېرو میاشتو کې سختې زلزلې په زرګونه خلګو ته زیان رسولي دي.
ټیګونه