د افغانستان د تکوانډو ټیم د پاکستان د سیالیو اتل شو
د افغانستان د تکوانډو ملي ټیم په پاکستان کې د جي دوه ازادو اسیايي سیالیو کې په ګډونکوونکو ۲۳ هیوادونو کې اتل شو
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو د تکوانډو د فیډریشن مسوولان وایي چې د افغانستان ملي اتلانو د سرو زرو دوه، د سپینو زرو دوه مډالونه د اسیا په ازادو سیالیو کې د سړو په برخه کې لاسته راوړل او په ۲۳ هیوادونو کې د اتلولۍ مقام ته ورسیدل.
په دې سیالیو کې د افغانستان د ملي ټیم کوچ محمد بشیر تره کی د سیالیو تر ټولو د ښه ټرینر په توګه وپېژندل شو او د دغه هیواد لوبغاړی محسن رضایي هم د سیالیو تر ټولو ښه لوبغاړي لقب وموند. همدارزا د دغه ټورنامنټ جام د افغانستان ټیم ته ورکړی شو.
د تکوانډو ازادي اسیایي سیالۍ د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې د نومبر دریمې نېټې د درې سوه لوبغاړو تر مینځ وشوې چې افغانستان پکې په مختلفو وزنونو کې لس لوبغاړي لرل.
د خبر پای/.