د افغانستان د تکوانډو ټیم د پاکستان د سیالیو اتل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141126-د_افغانستان_د_تکوانډو_ټیم_د_پاکستان_د_سیالیو_اتل_شو
د افغانستان د تکوانډو ملي ټیم   په پاکستان کې د جي دوه ازادو اسیايي سیالیو کې په ګډونکوونکو ۲۳ هیوادونو کې اتل شو
(last modified 2023-11-06T09:24:27+00:00 )
Nov 06, 2023 13:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان د تکوانډو ټیم د پاکستان د سیالیو اتل شو

د افغانستان د تکوانډو ملي ټیم   په پاکستان کې د جي دوه ازادو اسیايي سیالیو کې په ګډونکوونکو ۲۳ هیوادونو کې اتل شو

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو د تکوانډو د فیډریشن مسوولان وایي چې د افغانستان ملي اتلانو د سرو زرو دوه، د سپینو زرو دوه مډالونه د اسیا په ازادو سیالیو کې د  سړو په برخه کې لاسته راوړل او په ۲۳ هیوادونو کې  د اتلولۍ مقام ته ورسیدل.

 په دې سیالیو کې د افغانستان د ملي ټیم  کوچ محمد بشیر تره کی د سیالیو تر ټولو د ښه ټرینر په توګه وپېژندل شو او د دغه هیواد لوبغاړی محسن رضایي هم د سیالیو تر ټولو ښه لوبغاړي لقب وموند.  همدارزا د دغه ټورنامنټ جام د افغانستان ټیم ته ورکړی شو.

د تکوانډو ازادي اسیایي سیالۍ د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې د نومبر دریمې نېټې د درې سوه لوبغاړو تر مینځ وشوې چې  افغانستان پکې په مختلفو وزنونو کې لس لوبغاړي لرل.

د خبر پای/.