پاکستان د دوو هدفونو لپاره افغانان وباسي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر «امیر خان متقي»وايي د پاکستان لخوا د افغان کډوالو ایستل د هغو غوښتنو د تحقق لپاره چې د کابل د حکومت په اختیار کښې نه دي په افغانستان باندې د دباو په هدف سره دي.
امیر خان متقي پرون وویل د ژمي د موسم له پیلیدا سره په یووخت د پاکستان لخوا د افغانستان د کډوالو په پراخ ډول ایستل د اسلام اباد د ناجایزو غوښتنو د منلو لپاره د کابل په حکومت باندې د دباو د راوستلو لپاره دي.
د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي زیاته کړه پاکستان د دغو دباونو شاته دوه هدفونه لري.
هغه وویل د پاکستان د دغو غوښتنو پوره کول د افغانستان د حکومت په اختیار کښې نه دي.
امیر خان متقي وویل لومړۍ مسله د تحریک طالبان پاکستان ده او کومه چې یوه داخلي مسله ده او په کابل کښې واک ته د طالبانو له رسیدا مخکې هم دغه غوښتنه موجوده وه او دوهمه مسله دا چې اسلام اباد هیله لري چې افغانستان ډیورینډ سرحدي کرښه د ګډ سرحد په رسمیت وپيژندي، چې دغه موضوع هم په افغانستان کښې د هر حکومت له کنټرول څخه بهر ده او هغه د دغه هیواد له خلکو سره مربوطه ده.
د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي وویل د تحریک طالبان پاکستان موضوع ننۍ مسله نه ده حتی د دوحې له غونډې څخه مخکې هم پاکستان اعتراف کړی و په تیرو شلو کلونو کښې د حکومت د مخالفو ډلو په حملو کښې اتیازره (۸۰۰۰۰)ښاریز وژل شوي دي او له دې وروسته چې کله مونږ په کابل کښې حکومت ته ورسیدو نو ژمنه مو وکړه چې د افغانستان له خاورې څخه د هیڅ هیواد پرضد استفاده ونشي او مونږ خپلې ژمنې ته پاې بنده یوو.
هغه وویل دا د پاکستان کورني مشکلات دي او پاکستان قوي پوځي قدرت لري او باید د دغو مشکلاتو مخنیوی وکړي او دغه مسله له مونږ سره هیڅ ارتباط نلري.