د افغانستان په معادنو کې د پانګونې لپاره د ایران چمتووالی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141272-د_افغانستان_په_معادنو_کې_د_پانګونې_لپاره_د_ایران_چمتووالی
د ایران او افغانستان تر مینځ د اقتصادي همکاریو د کمېټې مدیر عامل محمد بهرامی، د افغانستان په معدني زیرمو کې د پانګونې لپاره د ایران د چمتووالې خبر ورکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 09, 2023 10:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان په معادنو کې د پانګونې لپاره د ایران چمتووالی

د ایران او افغانستان تر مینځ د اقتصادي همکاریو د کمېټې مدیر عامل محمد بهرامی، د افغانستان په معدني زیرمو کې د پانګونې لپاره د ایران د چمتووالې خبر ورکړ.

د ایران او د افغانستان د اقتصادي همکاریو د پراختیایې کمیټې مشر محمد بهرامي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د دغه کمیټې په جوړولو سره، په افغانستان کې د معدني زیرمو په ایستلو کې د پراخو پانګونو لپاره خپله چمتووالې څرګنده کړې ده او غواړي د افغانستان په لویو معدونونو باندې کار پیل کړي.

هغه زیاته کړه چي د ایران حکومت د معادنو په برخه کې افغانستان سره د همکاریو لپاره د ایران د اوسپنې او فلزاتو د لویو کارخانو په حضور سره یوه کمیټه جوړه کړې ده.

بهرامي وویل چي د دغه کمیټې په چوکاټ کې د ایران تر ټولو پرمختللي کارخانې چي د ټکنالوژی په ډګر کې په ټوله لوېدیځه اسیا کې سارې نه لري، افغانستان سره به د معادنو د ایستلو په برخه کې کار وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنې سره، د افغانستان سوداګریزې پلاوی د دې هیواد د کابینې د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغنی برادر په مشری تهران ته راغلی وو.

دغو پلاو کې ۳۰ طالب چارواکي او یو شمېر سوداګر شامل وه چي د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریو، ټرانزیت، ټرانسپورټ، بېخ بناوې او پټلۍ لارې په هکله ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

یاد پلاوی همدارنګه د اصفهان او فولاد مبارکه د اوسپنې د تولید له کارخانو څخه هم کتنه کړې ده.