د افغانستان په بلخ ولایت کې درنې چاودنې او ډزې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141336-د_افغانستان_په_بلخ_ولایت_کې_درنې_چاودنې_او_ډزې_شوي
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې تېره شپه د پرلپسې چاودنو او د ډزو ږغونه اورېدل شوي او په ټولنیزو رسنیو کې د دې چاودنو او ډزو اړوندې ویډیوګانې هم خپرې شوي.
(last modified 2023-11-10T23:45:36+00:00 )
Nov 11, 2023 04:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان په بلخ ولایت کې درنې چاودنې او ډزې شوي

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې تېره شپه د پرلپسې چاودنو او د ډزو ږغونه اورېدل شوي او په ټولنیزو رسنیو کې د دې چاودنو او ډزو اړوندې ویډیوګانې هم خپرې شوي.

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید بیا په خپله ایکس شبکه کې ادعا کړې ده چي یادې چاودنې په یوه کور کې د اورلګېدونې او د ګازو د ډبو د چاودېدو د امله رامینځته شوي دي.

خو ځینو رسنیو راپور ورکړی چې چاودنه او ورپسې وسله واله شخړه احتمالاً په بلخ کې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه لا د چاودنو او د نښتو په هکله کره معلومات خپاره شوي نه دي.