کابل کې له کډوالۍ را ستانه شویو افغانانو ته پنډغالی جوړ شوی.
Nov 13, 2023 10:53 Asia/Kabul
په کابل کې د سرپرست حکومت چارواکو د کابل په شمال کې له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره د یوه مېشت غالي د جوړولو خبر ورکړی دی.
په کابل کې د سرپرست حکومت چارواکو د کابل په شمال کې له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره د یوه مېشت غالي د جوړولو خبر ورکړی دی.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، دغه مېشت غالی د کابل په شمالي ټرمینل کې د چارسمبالي حکومت د رییس الوزرا ملا حسن اخند په امر جوړ شوی دی.
د ځدراڼ په وينا، په دغه لنډمهالي مېشت غالي کې مېشتو کډوالو ته د سرپناه، خوراک، د څښاک اوبه او روغتيايي چوپړتیاوې برابرې شوي دي.
د چارسمبالي حکومت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې کډوال به څنګه ځای په ځای او په راتلونکي کې به چیرته میشت شي.
ټیګونه