پنجشیر کښې د زمردو ۴۰ نوي کانونه موندل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141620-پنجشیر_کښې_د_زمردو_۴۰_نوي_کانونه_موندل_شوي_دي
د پنجشېر زمرد او نور قیمتي غمي په نړیواله کچه مشهور دي.
(last modified 2023-11-15T23:21:18+00:00 )
Nov 16, 2023 03:46 Asia/Kabul
  • پنجشیر کښې د زمردو ۴۰ نوي کانونه موندل شوي دي

د پنجشېر زمرد او نور قیمتي غمي په نړیواله کچه مشهور دي.

د پنجشیر د کانونو او پټرولیم لپاره د طالبانو رییس مولوي قاسم امیري د دې ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې ویلي، چې د دې ریاست له لوري په پریان ولسوالۍ کې د زمرودو ۴۰ نوي کانونه کشف او سروې شوي دي.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

د پنجشېر زمرد او نور قیمتي غمي په نړیواله کچه مشهور دي.

له څو لسیزو راهیسې د دغه ولایت جنګسالاران د دې سیمې د قیمتي ډبرو د زېرمو په خپلسري کیندلو او حیف و میل تورن دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د پنجشېر د کاني زېرمو د مهارولو خبر ورکړی، خو یو شمېر خلک طالب چارواکي هم له دې امله چې مسلکي کسان پکې نشته او د کانونو چارواکي یې د قراردادونو په انحصار تورن دي، په دې برخه کې په ناوړه کړنو تورنوي.

طالب چارواکي بیا د فساد ادعاوې بې اساسه بولي.