افغانستان کښې خپل سرې وژنې روانې دي
د طالبانو وسله وال د دغې ډلې د مشرانو له خوا د عامه عفوې له اعلانیدو سره سره د تیل حکومت چارواکي او پوځیان وژني
د طالبانو له خوا د پخوانیو افغان چارواکو او پوځیانو اعدامول د دغې ډلې د موقت حکومت لپاره یوه ستونزه ده. د طالبانو موقت حکومت دغه وژنې د خپلو ځینو ځواکونو خپلسری عمل بولي او ژمنه کوي چې د پېښې په اړه به تحقیقات وکړي او عاملین به یې مجازات کړي. خو د طالبانو له ژمنو سره سره په افغانستان کې د چارواکو او پخوانیو پوځیانو خپلسري اعدامونه دوام لري.
شفقنا خبري آژانس تېره ورځ د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په دایکندي ولایت کښې یو پخوانی افغان عسکر وژل شوی دی.
د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، وژل شوى کس محمد داوود وحدت نومېږي او پرون ماښام د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې خپل کور ته څېرمه د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د دغه سرتيري د وژل کيدو انګېزه نه ده څرګنده او په دایکندي کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
محمد داوود وحدت په تېر حکومت کې د دايکنډي د پوليسو په بېلابېلو پوستونو کې فعال و.
طالبانو د تیرې شنبې په ماښام هم د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ اړوند د سورمه په کلي کې یو بوډا په ډزو وواژه.
طالبانو د دې وژنې په تړاو خپل یو سرتېری نیولی دی.