طالبانو د نوي اساسي قانون د جوړولو ژمنه وکړه
طالبانو په افغانستان کې د اساسي قانون د مسودې لپاره د هڅو د دوام اعلان وکړ.
د ۲۰۲۱ کال د آګسټ په نیمایي کې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان لپاره به د نوي اساسي قانون مسوده جوړوي، خو تر اوسه په دې نه ده بریالۍ شوې، چې د اساسي قانون د مسودې متن چې دوی یې غواړي، خپور کړي.
د شفقنا خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد پرون وویل چې په هېواد کې د اساسي قانون د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.
مجاهد زياته کړه، که څه هم د اساسي قانون پر جوړولو کار روان دى، خو دا کار به له پاکستان څخه د شړل شويو مهاجرينو د ستونزې له هواري، د حکومتوالۍ د ښه والي او د خلکو د اقتصادي وضعيت له ښه والي وروسته ترسره شي.
مجاهد د افغانستان د نوي اساسي قانون پر وړاندې کولو کې د ځنډ د توجیه کولو په ترڅ کې وویل، ځینې مسایل لومړیتوب لري او باید ترسره شي، څو په ټولنه کې د قانون د تطبیق او اجرا لپاره زمینه برابره شي.
د ویلو ده چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د جمهوري نظام اساسي قانون لغوه کړ او د دې ډلې مشر ادعا وکړه چې له دې وروسته به په هېواد کې د طالبانو په وینا اسلامي قوانین نافذ شي.
بايد يادونه وشي چې دغې ډلې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د زده کړې د مخنيوي په اړه د خپلې پرېکړې د توجيه لپاره د اسلامي شريعت مسئله راپورته کړې ده.
په همدې حال کې د ایران اسلامي جمهوریت او حتی په مصر کې د الازهر پوهنتون د ښځو د تعلیم په اړه د اسلام د سپیڅلي دین په باب د طالبانو څرګندونې ناسمې بللې دي او مخالفت یې ورسره کړی دی.