د افغانستان د شیعه علماو د وژلې په هکله باید تحقیق وشي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشري حقوقو ځانګړي راپورټر «ریچارډ بنیټ» د افغانستان په هرات ولایت کښې د دوو شیعه علماو د ټرور په هکله د خپلواکه تحقیق پر ضرورت ټینګار وکړ.
هغه پرون په یوه پیغام کښې وویل د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا د هرات ولایت د دوو شیعه علماو د وروستي قتل په هکله په کامل او خپلواکه تحقیق ټینګار لري چې د دغه پیښې عاملان له نړیوالو معیارونو سره سم ونیول شي او محاکمه شي.
په تیرې پنجشنبې ورځ د افغانستان د دوو شیعه علماو مړي چې د هرات ښار په جبرئیل سیمه کښې د وسله والو کسانو په ډزو کښې شهیدان شوي وو د دغه ولایت د یوشمیر ښاریزو په ګډون سره په مراسمو کښې خاورو ته وسپارل شول.
شیخ رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي چې د افغانستان د هرات د اهل تشیع د علماو د شورا دوه غړي وو وسله والو کسانو په تیرې پنجشنبې ورځ په ډزو کښې شهیدان کړل.