May 30, 2024 12:29 Asia/Kabul
  • امام خامنه ای د امریکا محصیلینو ته په خطاب کښې وویل:تاسو همدا اوس د تاریخ په سم لور کښې دریدلي یاست

پارس ټوډی ـ امام خامنه اي د امریکا په پوهنتونونو کښې د فلسطین د خلکو ملاتړو وجدان لرونکو محصیلینو ته په خطاب کښې د دغو محصیلینو له صهیونیسټ ضد اعتراضونو سره د پیوستون او د همدلۍ د څرګندولو په ترڅ کښې هغوې د مقاومت د جبهې برخه وبلل او د لویدیځې اسیا حساسې سیمې د حالت او د برخلیک بدلیدا ته په اشارې سره یې د نړۍ د تاریخ په بدلیدا ټینګار وکړ.

د امریکا محصیلینو ته د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود امام خامنه اي د لیک متن په دې ډول دی:

دغه لیک هغو ځوانانو ته لیکم چې ویښ وجدانونه یې د فلسطین د غزې تړانګې د ماشومانو او د ښځو دفاع ته راپورته شوي دي.

په امریکا کښې ګرانو محصیلینو دا له تاسو سره زمونږ د پیوستون او د همدلۍ پیغام دی.تاسو اوس د تاریخ په سم لور کښې چې د بدلیدا په حال کښې دی دریدلي یاست.

تاسو همدا اوس د مقاومت د جبهې یوه برخه جوړه کړي ده او د تاسو د حکومت تر بې رحمانه دباو لاندې چې په ښکاره د غاصب او د بې رحمه صهیونیسټ رژیم ښکاره دفاع کوي له شرافت څخه ډکه مبارزه پیل کړي ده.

په لیرې سیمه کښې د مقاومت ستره جبهه د تاسو په همدغو احساساتو او ادراک سره کلونه کلونه کیږي مبارزه کوي.

د دغه مبارزې هدف د هغه ښکاره ظلم بندول دي چې د صهیونیسټانو په نوم یو بې رحمه او ترهګر چینل له ډیرو مخکې کلونو راهسې د فلسطین په ملت کوي او د فلسطینیانو د هیواد له نیولو وروسته یې هغوې سخت شکنجه کړي دي او تر دباونو لاندې یې وروستلي دي.

د صهیونیسټ اپارټائیډ رژیم د نن  ورځې نسل کشۍ په تیرو کلونو کښې د ډیر ظالمانه کړچار دوام دی.

فلسطین یو خپلواکه ټاټوبی دی له مسلمانانو، عیسایانو او یهودیانو په  جوړ ملت سره او په اوږې تاریخي مخینې سره.

د صهیونیسټي شبکې پانګوالو له نړیوال جنګ وروسته د انګلستان د حکومت په مرستې سره څو زره ټروریسټان سوکه سوکه دغه ټاټوبي ته وروستل؛ او د فلسطین په ښارونو او کلیو یې یرغلونه وکړل؛ لسګونو زره کسان یې ووژل یا یې ګاونډیو هیوادونو ته وشړل؛ او له هغوې څخه یې  کورونه ، بازارونه او کرهڼې ونیولې او د فلسطین په غصب شوي ټاټوبي کښې یې د اسرائیلو په نوم یو حکومت جوړ کړ.

د صهیونیسټ رژيم تر ټولو ستر ملاتړی د انګلستان له لومړیو مرستو څخه وروسته امریکا دی چې له اسرائیلو رژیم څخه یې سیاسي ، اقتصادي او وسله والو ملاتړونو ته دوام ورکړی او حتی په  نه بخښلو بې احتیاطۍ سره یې د هغه پرمخ د اټومي وسلو د تولیدولو لاره پرانیستلي ده او  په دې لاره کښې یې له اسرائیلو سره مرسته کړي ده.

صهیونیسټ رژیم له لومړۍ ورځ څخه د فلسطین د بې دفاع خلکو په وړاندې د وسپنیز سوک سیاست وکاروه او ټولو وجداني ، انساني او دینی ارزښتونو ته په پام نه کولو سره یې  ورځ تر بلې خپله بې رحمۍ ، ټرور او د خلکو ځپل زیات کړل.

د امریکا حکومت او د هغه ملګرو هیوادونو حتی د اسرائیلو د پرله پسې ظلم او د حکومتي ترهګرۍ په وړاندې حتی یوه خبره هم ونکړه.

نن سبا د غزې تړانګې د بوږنونکي جنایت په وړاندې د امریکا د حکومت ځینې څرګندونې له دې زیات چې حقیقي وي له ریاکارۍ ډکې دي.

د مقاومت جبهې له دغه ناهیلۍ څخه ډکې او تیارې فضا څخه سر راپورته کړ او په ایران کښې د اسلامي جمهوریت د حکومت جوړیدا هغه پراخ کړ او تاوانايي یې ورکړه.

د نړیوال صهیونیزم سرغنې او مشران چې په امریکا او اروپا کښې اکثره رسندویې د دوې دي یا د دوې تر نفوذ لاندې دي یا ورته رشوت ورکوي دغه انساني او له زړورتیا ډک مقاومت یې ترهګرۍ معرفي کړی دی؛  ایا داسې ملت چې په خپل ټاټوبي کښې د صهیونیسټ نیواکګرانو د جنایتونو په مقابل کښې د ځان دفاع کوي ، ترهګر دی؟ او ایا له دغه ملت سره انساني مرسته او د هغه پیاوړي کول له ترهګرۍ سره مرسته کول ګڼل کیږي؟

د نړیوال له غصې څخه د  ډکې سلطې سرغنې او مشران حتی په بشري مفاهیمو هم رحم نه کوي. د اسرائیلو بې رحمه او ټروریسټ رژیم د ځان دفاع کونکی معرفي کوي او د فلسطین مقاومت چې د خپل برخلیک د حق د ټاکلو ، د ازادۍ او د امنیت دفاع کوي ترهګر نوموي!

زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې نن سبا حالت د بدلیدا په حال کښې دی او بل برخلیک د لویدیځې اسیا د حساسې سیمې په انتظار دی.

زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې نن سبا حالت د بدلیدا په حال کښې دی.

په نړیواله سویه ډیرې وجدانونه(ضمیرونه) راویښ شوي او حقیقت د ښکاره کیدا په حال کښې دی. د مقاومت جبهه هم پیاوړي شوي دي او نوره به هم پیاوړي شي. تاریخ د بدلیدا په حال کښې دی.

په امریکا کښې په لسګونو پوهنتونونو کښې له تاسو محصیلینو پرته په نورو هیوادونو کښې د پوهنتونونو محصیلین او خلک هم راپورته شوي دي.

له تاسو محصیلینو څخه د پوهنتونونو د استادانو ملاتړ او ملګرتیا کول مهمه او اغیز شیندونکي پيښه ده.

دغه ملاتړ کولای شي د امریکا د حکومت د پولیسو د عمل د سختوالي او د هغو دباونو په مقابل کښې چې په تاسو راوړل کیږي تر یوې اندازې ارام بخښه ووسي. زه هم له تاسو ځوانانو سره د خواخوږۍ احساسوم او د تاسو د مقاومت د مقاومت درنښت کوم.

مونږ مسلمانانو او د نړۍ ټولو خلکو ته د قران درس د حق په لاره کښې دریدل دي: فَاستَقِم کَما اُمِرت؛(۱) او د بشري ارتباطاتو په هکله د قران کریم درس دا دی : مه پر چا ظلم کوئ او مه ظلم ته تسلیمیږئ : لا تَظلِمونَ وَ لا تُظلَمون.(۲) د مقاومت جبهه په دغو حکمونو او دې ته ورته په نورو سلګونو دستورونو باندې عمل کولو سره مخ ته ځي او نهايي او فاینل بریالیتوب ته به ورسیږي؛ باذن الله.

سپارښتنه کوم له قران سره اشنا شئ.

۵/۳/۱۴۰۳

(۱) قران کریم /هود سوه ، د یوسل دولسم ایت یوه برخه ؛ پس هماغه ډول چې حکم مو ترلاسه کړی دی مقاومت وکړئ.........»

(۲)قران کریم / د بقرې سوره ، د دوه سوه نهه اویام ایت یوه برخه

 

ټیګونه