امام خامنه يي د ایران قضائیه چارواکو ته په خطاب کې: ترټولو مهمه دنده په زړورتیا او بې ملاحظې سره د عدالت اجرا کول دي
پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر د "عدالت پر بنسټ د خلکو د مسائلو او اختلافاتو حل" او د قانون له سرې کرښې د تیریدو مخنیوی" د قضاییه قوې له اصلي مسةولیتونه وبلل.
د رهبرۍ د ستر مقام د اطلاع رسونې د ویبپاڼې له مخې؛ د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د ایران د قضائیه قوې له چارواکو سره په کتنې کښې د عدالت په اساس د خلکو د مشکلاتو او اختلافاتو هوارول او د قانون له سرې کرښې د تیریدو مخنیوی د ایران د قضاییه قوې له مهمو مسئولیتونو وباله او زیاته یې کړه: د قضايي نظام تر ټولو مهمه دنده په زړورتیا او له خیال ساتلو پرته د عدالت پلي کول دي.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دې باندې په تاکید سره چې په قرآن او نورو اسلامی سرچینو کښې د عدالت په شان مسلې باندې ډیره تکیه شوی ده ، زړورتیا د عدالت د اجرا لپاره ضروری وبلله او وې فرمایل: قاضیان باید په کورني قوانینو او نه د لویدیځ په بشري حقوقو سرچینو استناد وکړي .
حضرت امام خامنه ای د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسم پړاو پر مخ روانو انتخاباتو ترسره کیدو ته په اشارې سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو ته یې په یوه مهمه سپارښتنه کښې ټینګار وکړ چې په تلویزیون کښې د کاندیدانو مناظرې او یا د هغوي نورې څرګندونې باید د دې سبب نه شي چې یو کاندید په سیال د غلبې لپاره د دښمن خوښه او دښمن خوشحالونکی خبره وکړي