Jun 26, 2024 15:30 Asia/Kabul
  • د غربیانو د بندیزونو سره سره، له ایټمي قدرت څخه د ۷۰ سلنه ایرانیانو ملاتړ

پارس تودی- د یوې نوې څېړنې له مخې، د غربي هیوادونو د بندیزونو او فشارونو باوجود، له ۷۰ سلنه زیاتو ایرانیانو په یوه ایټمي قدرت باندې د خپل هیواد د بدلېدو غوښتونکي دي.

د برجام په نامه له ایټمې موافقې څخه د امریکا د مخکنی ولسمشر دونالد ټرامپ له وتلو ۶ کاله وروسته، او کابو څلور کاله کیږي چي د هغه ځایناستی بایډن هم برجام ته په ورستنېدو کې ناکامه شو، امریکا اوس هم د ایران په وړاندې هیڅ یو روښانه سیاست نه لري. د پارس تودی له راپور سره سم، امریکن کاسنرواتیو نومې امریکایې نشریې په دې زمینه کې د ایران د ایټمي قدرت په خلاف  د امریکا د سیاستونو په څېړلو سره، ولیکل: که د بریا اټکل د ایران په ایټمي قدرت باندې په انکار سره وشي، نو دا سیاست سخته ماته خوړلې ده ځکه چي ایران اوس خورا ځواکمن دی.

لیکوال ټینګار کوي چي د غربي هیوادونو اقدامات او ګواښونه  ایران له ان پي ټي څخه وتلو ته مجبوره کولایشي، د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس پلټونکی پسې واخلي او د ایټمي وسلو د جوړولو او تولید په لورې لاړ شي.

داسي یو اقدام هم د ایران د عامه خلګو او هم د وتلیو شخصیتونو له هرکلی سره مخامخېدایشي، ځکه چي د خپل هیوادونو او نورو په خلاف د غربیانو د بې منطقه ظلم کتوونکي دي.

په دې اړ کې وروستۍ نظر غوښتنې ښودنه کوي چي د ایرانیانو ۷۰ سلنه د لوېدیځوالو د بندیزونو سربېره غواړي چي ایران په یوه ایټمي طاقت باندې بدل شي. په امریکا کې د وسلو د کنټرولولو د ټولنې د غړی په وېنا، کلسي داونپورت، که ایران د غربیانو د فشارونو د ځواب ویلو لپاره د وسلو تر کچې پورې د اورانیمو د تولید پرېکړه وکړي، ممکنه یوازې یوه اوونۍ وخت واخلي، او ایران له ۶ میاشتو نه بیا تر یو کال په موده کې ایټمي بم جوړ کړي.

داسي یو بدلون د امریکا لپاره یو ستره ننګونه رامینځ ته کوي، د ایران د ایټمي بم زغمول او یا د هغه په ضد فوځي اقدام؟

 

اول انتخاب د امریکا د هر یو ولسمشر لپاره له سیاسي پلوه ناخوښه او ناممکنه ده، او دوهم انتخاب کې هم داسي یو هر اړخیز برید پکار دی په داسي یو هیواد باندې چي د عراق څلور چنده لوی دی او لوی فوځ، د نیابتي نیروګانو لویه شبکه، ستر فوځې، ټکنالوژیکي او انساني توان لري چي عراق سره  د پرتلې وړ نه دی چي دا کار هم د امریکا له وسه وتلی دی.

اوسني حالات ښودنه کوي چي د ایران د منزوي کولو لپاره د غربیانو هلې ځلې په کمزوره کېدو دي، امریکن کانسرواتیو په دوام کې زیاتوي: خو امریکا له یادو دوو انتخابونو څخه ماسېوا یوه بله غوره انتخاب هم لري ، هغه برجام ایټمي هوکړې او بلې داسي هوکړې ته ورستنېدا ده. دا موضوع واشنګټن ته اجازه ورکوي چي د خپلو ملي امنیت په ننګونو تمرکز وکړي، له مکزیک سره د باډر ټینګول، له روسیې سره جوړجاړی او له خپل جیوپولیټیک سیال یعني چین سره، مقابله هغه ننګونې دې.