د افغانستان طالبانو د ټي ټي پي له پيزواني کولوسره موافقه کړې ده
د پاکستان د مشرانو جرګې ددفاعي چارو د کمیټې مشر مدعی شوی چې د افغانستان دطالبانو حکومت دتحریک طالبان پاکستان له هماغه ټي ټي پي له کنټرولولو سره موافقه کړې ده.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د پاکستان د مشرانو دجرګې د دفاعي چارو د کمیشن مشر مشاهد حسین سید پخپل ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي دي، چین ته د شهباز شریف له بریالی سفره وروسته او د ملګروملتو د غیر دایمي غړي په توګه د پاکستان په ټاکل کیدا پسې ، د اسلام اباد حکومت د سیمه ایز ځائیګي د ترلاسه کولو په لور پرمختګ خپلې ښې نتیجې بریښوي.
هغه د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره مدعی شو ، د ډيپلوماسۍ په اعمالولو پسې د افغانستان د طالبانو حکومت موافقه کړې ده څو د افغانستان داخلی سیمو ته د ټي ټي پي د وګړو په منتقلولو سره او د پاکستان له پولو ئې په لیرې کولو سره دغه ډله پيزواني کړي.
د پاکستان حکومت قدرت ته د طالبانو په بیرته ګرځیدا وخت راهسې په کرتو پر کابل تور لګولی چې دټي ټي پي وګړو ته ئې پناه ورکړې ده ؛ داسې تورونه چې د افغانستان د طالبانو حکومت په زغرده رد کړي دي.
دافغانسان د طالبانو حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد له دې مخکې وئيلي وو،ټي ټي پي د اسلام اباد د حکومت مشکل دی او باید ددغه هیواد د چارواکو په وسیله حل شي ، د پاکستان عالمان او ددغه هیواد مذهبی مشران باید د جنګ د قانوني یا غیر قانوني کیدا په باب فیصله وکړي اوا سټراټژي برابره کړي.