Jun 23, 2024 15:46 Asia/Kabul
  • د دوحې په دریمې غونډې کې د امریکا د نه ګډون احتمال زیات شوی

ځینو رسندویو  په داسې حال کې  د  افغانستان په باب د قطر د دوحې په دریم ناستې کې د امریکا د نه شتون   خبر ورکوي ، چې له دې مخکې ئې  د افغانسان په اړه په تیرو ناستو کې  ګډون کړی ؤ.

تسنیم خبری آژانس راپور  ورکړی ځینو سرچینو  د لازیاتو جزیاتو له بیانولو پرته رسندویو ته وئیلي دي، چې  امریکا د افغانستان په باب د قطر د دوحې په دریمې ناستې کې  د ګډون لپاره  هیڅ پروګرام نه لري،البته تر دې ډ مه  ئې نه ګډون قطعي شوی نه دی.

داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان په باب  په لومړنۍ او دوهمې  ناستې کې رینا امیری او توماس وسټ ګډون کړی دی.

ټاکل شوې ده  د افغانستان په  باب د ملګروملتو په کوربتوب سره او د  د افغانستان په چارو کې د  هیوادونو د ځانګړو استازو په شتون سره  د دوحې دریمه غونډه  د  چنګاښ د میاشتې په لسمه او یولسمه نیټه  ترسره شي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد تیره اونۍ  وئیلي وو، د کابل نمایندګان به د دوحې په دریمې ناستې کې ګډون وکړي.

د ملګروملتو د سرمنشي سیاسی مرستیال رزماری ډی کارلو  د افغانستان د طالبانو له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په کتنې کې  وئیلي وو، د افغانستان  په باب د دوحې ددریمې ناستې اصلي موخه  له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو عادي کول دي.ډي کارلو وئیل چې په دغې ناستې ککې  به د  هیوادونو  او نړیوالو اورګانونو پر نمایندګانو سربیره ، دنړیوال باک او آسیائی  پراختیائي بانک نمایندګان هم  ګډون وکړي.

 

ټیګونه