Jun 24, 2024 14:40 Asia/Kabul
  • که یو لوبغاړی د رسول اکرم د ځای ناستي حضرت امام علي تګلاره غوره کړي، په ژوند کې بریالی کېږي

پارس ټوډې – د ایران د فوټبال روزونکی د دې په بیان سره چې ټول لوبغاړي باید د خپل کار په سر کې د اسلام د ګران پیغمبر د ځای ناستي د حضرت علي(ع) اخلاق او سیرت ته ځای ورکړي، وویل: انسان پېژندنه د حضرت علي (ع) د عملي ژوند یوه مهمه برخه ده.  

حضرت علي بن ابي طالب (ع) چې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) جانشین او په قرآن کریم کې د اهل بیتو له جملې څخه یو دی، چې د نړۍ د اهل تشیع لومړنی امام هم بلل کېږي، له وړکتوب څخه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ترڅنګ لوی شوی دی. هغوی لومړنی کس وو چې په اسلام یې ایمان راوړ او د رسول اکرم له خوا د اسلام د تبلیغ او ترویج په ټولو پړاوونو کې، د هغه حضرت ترټولو اصلي مرستندوی وو.

په ملي او د کلب په کچه د ایران د فوټبال د ګول ساتونکو روزونکي "محسن سیدي" د حضرت علي (ع) د پهلوانۍ تګلارې په اړه وویل: حضرت علي (ع) د ځان پېژندنې او انسان پېژندنې د ابعادو یو غوره نمونه دی.  

د ایران د فوټبال دغه روزونکي زیاته کړه چې حضرت علي (ع) په کراتو په خپلو اعمالو کې انساني حل لارې ښودلې دي، چې د هرچا په یاد او یاد دي او د هغه یادونه کوي. حضرت علي (ع) د نړۍ د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د لوبغاړو لپاره غوره الګو دی. که یو لوبغاړی په خپل ژوند کې د هغه امام طریقه او تګلاره پلي کړي، نو خامخا به بریالیتوب ترلاسه کړي.

مهمې جملې: امام علي (ع) څوک دی؟ په نړۍ کې د اهل تشیع لومړی امام، د غدیرخم اختر، شیعه.

ټیګونه