May 23, 2024 12:13 Asia/Kabul
  • د خدای په مهربانۍ سره به اسرائیل له مینځه لاړ شي/له هنیه سره د امام خامنه ای کتنه

پارس ټوډې- د فلسطین د حماس غورځنګ د دفتر مشر اسماعیل هنیه او ورسره پلاوي پرون د ایران د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره په کتنه کښې خپل تسلیت او تعزیت امام خامنه اي او دغه راز د ایران ملت او حکومت ته ورسوه.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دغه کتنه کښې د فلسطین د ملت په تیره بیا د غزې د خلکو د خواخوږۍ د څرګندولو په مننې سره متقابلا د ښاغلي اسماعیل هنیه د زامنو د شهادت په هکله مبارکي او تسلیت ووایه او  د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر د صبر قدرونه یې وکړه.

امام خامنه اي د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو ځانګړي مقاومت ته په اشارې سره چې د نړۍ خلک یې حیرانه کړي دي وویل: چا داسې فکر کاوه چې یوه ورځ د امریکا په پوهنتونو کښې څوک د  فلسطین په ګټه شعارونه ورکړي او هلته د فلسطین بیرغونه ورپوي.

هغه ټینګار وکړ: په راتلونکي کښې هم ممکنه ده په فلسطین کښې یوشمیر پیښې رامینځته شي چې نن ورباندې باور نشي کیدلای.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي په دوام کښې د قران کریم نورو ایتونو ته په اشارې سره چې د حضرت موسی علیه السلام له مور سره د خدای پاک د دوو ژمنو د تحقق په هکله دي زیاته کړه : همدا اوس هم د فلسطین د خلکو په هکله د خدای پاک لومړۍ وعده پوره شوه او هغه د امریکا د ناټو ، د انګلستان او د ځینو نورو هیوادونو د سترې او د قدرتمنې ډلې په مقابل کښې د غزې د خلکو چې کوچنۍ ډله ده غلبه ده.

په همدې اساس دوهمه وعده  یعني د صهیونیسټ رژیم ختمیدل هم د تحقق وړ دي او د خدای پاک په مهربانۍ سره هغه ورځ به چې فلسطین له بحر څخه تر نهره جوړ شي راورسیږي.

حضرت ایت الله خامنه اي ټینګار وکړ: ښاغلی مخبر چې د ایران د اساسي قانون پراساس د هیواد د اجرايي چارو مسوولیت پرغاړه لري په هماغه انګیزې او روحیې سره د فلسطین په هکله د ایران د ارواښاد ولسمشر شهید ابراهیم رئیسي سیاستونو او اړخ نیونو ته دوام ورکړي.

په دغه کتنه کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د فلسطین له خلکو څخه د ایران د حکومت او د ملت د همیشنیو ملاتړونو په قدرونې سره ښاغلی ابراهیم رئیسي د فلسطین او د مقاومت ډلو ملګری او له مینې ډک شخصیت وباله او ویې ویل د ایران ارواښاد خارجه وزیر ښاغلی حسین امیر عبداللهیان هم په ټولو ډګرونو او ټولو نړیوالو ارګانونو کښې تل د فلسطین او د مقاومت دفاع کوله او ما په ځلونو هغه ته وویل چې تاسو(حسین امیرعبداللهیان) د مقاومت خارجه وزیر یاست.

د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په دوام کښې د غزې تړانګې د جنګ د نوي حالت په تشریح کولو سره ټینګار وکړ نن سبا په سیمه کښې د مقاومت جبهه او په فلسطین کښې د مقاومت ځواکونه په تر ټولو ښه حالت او صهیونیسټي دښمن په تر ټولو بد حالت کښې دی او دا د خدای مهربانۍ ده.

 

 

 

ټیګونه