May 22, 2024 10:40 Asia/Kabul
  • د ایت الله رئیسي د شهادت په پیښه کښې د اسرائیلو د رسنیو شپږ سناریوګانې:-

پارس ټوډې –د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي شهادت ته ورته خبر له هماغه لومړیو څخه په هیواد کښې ملي وحدت رامینځته کړ خو د تل په شان په دغو پیښو کښې سمدستي د اسرائیلو د رواني عملیاتو او د تبلیغاتي ارګانونو لخوا یو بهیر د اختلاف د رامینځته کولو لپاره میدان ته راووت.

د اسرائیلو د دغو ارګانونو ځینې سناریوګانې په لاندې ډول بیانولای شو:-

۱ له درغو څخه  د ډک قدرت ښودل:-

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ورسره ملګرو د مړینې له ورځې راهسې اسرائیلو حتی د یوه ټکي په حد کښې په رسمي ډول د دغه پیښې په هکله د څه ویلو جرات نه  دی کړی ، خو بلې خوا بې نومه او بې نښې اینټرنیټ اکاونټونو چې احتمالا د اسرائیلو د رواني عملیاتو د ارګانونو په پیسو او سیاستونو سره اداره کیږي چټي هڅه کړي ده چې اسرائیل د دغه پیښې په رامینځته کولو کښې لاس لرونکي وګڼي.

۲ د اختلاف اچول:-

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي شهادت ته ورته خبر له هماغه لومړیو څخه په ایران کښې ملي وحدت رامینځته کړ خو د تل په شان په دغو پیښو کښې سمدستي د اسرائیلو د رواني عملیاتو او د تبلیغاتي ارګانونو لخوا یو بهیر د اختلاف د رامینځته کولو لپاره میدان ته راووت.

رسندوي سناریو هڅه کوي ځان ایرانی وښي  او کوشش کوي د اتحاد د پیاوړي کولو پرځاې د یوبل پرضد د ایران د بیلابیلو ډلو په لانجو، تهمت لګولو  او سلایقو باندې غور وکړي او که چیرې په دغو اینټرنیټ پاڼو غور وشي نو اکثره یې په ټولنیزو انیټرنیټ پاڼو کښې بې نومه او بې نشانه اکاونټونه دي.

۳ د ګاونډیو هیوادونو پرضد شیطاني الهامات:-

له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران د اړیکو پیاوړي کول د ولسمشر ایت الله ابراهیم رئیسي د حکومت اصلي سیاست او پالیسۍ وه او هغه په دې زمینه کښې مهم بریالیتوبونه ترلاسه کړل.

له اذربایجان جمهوریت سره د ایران د اړیکو پراخول او د» قیز قلعه سي» د اوبو د ډیم د کار پیلیدل چې د روان هجري لمریز کال د غواي  د میاشتې په دیرشمه نیټه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د اذربایجان جمهوریت د ولسمشر الهام علي اف په شتون سره ترسره شول د ایران د  دغه سیاست د پرمخ بیولو یوه نښه ده خو له دې سره سره د ایت الله رئیسي د شهادت له ورځې راهسې د اسرائیلو د رسنیو سیاست دا دی چې له هیڅ تحقیق، سند او ثبوت پرته د چټي ادعاګانو په مطرح کولو سره د ایران او د اذربایجان جمهوریت اړیکي خرابې کړي.

۴ په تکراري دروغو سره د رواني ارامښت له مینځه وړل:-

د روان هجري لمریز کال د غواي د میاشتې په یودیرشمه نیټه د ټویټر اینټرنیټ پاڼې چې اوس یې نوم ایکس ته بدل شوی دی یوه اکاونټ چې ځان د اسرائیلو جاسوسۍ ادارې موساد ته اړونده ګڼي له دروغو په یوه کاملا ډک خبر کښې ولیکل چې د ایران د پولیسو لوی قومندان برید جنرال (Brigade general) احمد رضا رادان ټرور شوی! دغه یو تکراري تاکتیک په داسې وختونو کښې دی چې د ایران د ټولنې په رواني ارامښت باندې  په پرله پسې دروغو ویلو او اوازو سره برید کوي.

۵ د ایران له بې ساري انسجام او پیوستون سره سره د ګډوډۍ القا کول :-

د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو پینځو څلویښتو کلونو کښې څو  ځله دا ډول او حتی له دې سختې پیښې تجربه کړي دي ؛ د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په هماغه لومړیو کلونو کښې د ایران د قضايي قوې مشر ایت الله شهید بهشتي او لږ وخت وروسته د هیواد دوه اجرايي مشران شهید رجايي او شهید باهنر شهید کړی شول، خو له دې سره سره ایران له کوم مشکل او اندیښنې پرته له دغه وخت څخه په قدرت سره ووت خو د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د هیلي کوپټر د پیښې له رامینځته کیدا راهسې د اسرائیلو د رواني عملیاتو ارګان دغه تبلیغات پیل کړل چې ایران په یوه ستر مشکل او د نه حل وړ کړکیچ کښې ښکیل شوی دی.

۶ د انتخاب پرځاې بلوا :-

د ایران د اساسي قانون(CONSTITUTION) یوه ځانګړنه دا ده چې د بیلابیلو وختونو او پیښو لپاره یې ضروري تدبیرونه او اټکلونه په نظر کښې نیولي دي او پکښې لیکل شوي ده چې د ایران اساسي قانون دغه خبره په ګوته کړي ده چې په اوسني وخت کښې هم دقیقا د نوي ولسمشر د انتخابیدا لپاره کوم ولسواکه بهیر کچ کړي شي، خو صهیونیسټي سناریوګانې ډیره دلچسپۍ لري چې بې ثباتۍ او بلوا  د ډیموکراټیکو بهیرونو او د پیوستون ځاې ناستي کړي او په دې لړ کښې یې د ایران د حکومت د ځینو مخالفو سیاسي ډلو د تندو پیغامونو خپرول په خپلې اجنډا کښې شامل کړي دي.

 

ټیګونه