ایران د این پي ټی او سیف ګارډزپه چوکاټ کې د IAEA پر غوښتو ټينګار کوي
د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر ووئيل،د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس دې د این پي ټي تړون او دسیف ګارډز په چوکاټ کې خپلې غوښتې وکړي.
ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی نن په خبري کنفرانس کې او ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس عمومی مدیر رافایل ګروسي په همدارووستیو کې وئيلي دي، له ایران سره د ډ يپلوماسۍ په لور او د یوې نوي موافقې په لور باید لاړ شو ،ووئيل، د ایران او آژآنس اړیکې قانوني اساس لري او دا د این پي ټي تړون او د سیف ګارډز په اساس دي او آژانس باید په دغه چوکاټ کې حرکت وکړي او په همدې چوکاټ کې غوښتې ولرل شي.
اسلامی زیاته کړې ده د ایران اسلامی جمهوریت تل ټينګار کړی دی چې له آژانس سره خپلې ملګرتیاؤ ته د سیف ګارډز موافقې په چوکاټ کې دوام ورکوي او د سیف ګارډز باقي پاتې مسئلې هم په حرفه وي کړچار سره او د آژانس له پلویتوب پرته کړنو سره د حل وړ دي.
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر همدرااز د ایران د اسلامی جمهوریت ایټمی پرمختګ د خداي بخښلی ولسمشر شهید ابراهیم ریئسي د ځانګړي اهتمام او هڅې پامته داره وبالۀ او زیاته ئې کړه ، نن سبا څه دپاسه ۶۵ ډوله ریډیو ایکټیؤ درمل په هیواد کې تولیدیږي چې په درست ایران کې ورڅخه یو میلیون ناروغان استفاده کوي.
محمد اسلامی د ایران د جنوب بوشهر ایټمی بټئ د دوهم اودریم یونټ د جوړیدا دبهیر په باب هم ووئيل، د بوشهر بټئ دوهم او دریم فیز به په راتلونکو پنځو او اوو کلونو کې بشپړ شي.