Jun 23, 2024 05:55 Asia/Kabul
  • په هرات کې د سلما بند درېیم توربین به ژر فعال شي

د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وایي، چې په هرات کې د سلما برښنا بند د درېیم توربین د فعالېدو چارې به ژر بشپړې شي.

یاد شرکت پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات د حوزوي څانګې عملیاتي کارکوونکو د سلما د برښنا بند د تولید فابریکې د درېیم توربین د تخنیکي وسایلو د ترمیم چارې ګړندۍ کړې او ټاکل شوې، چې ډېر ژر به فعالیت پیل کړي.

د مالوماتو له مخې، د سلما برښنا بند دوه توربينونه دمګړۍ فعال دي، چې د درېيم توربين په فعالېدو سره به د برښنا په توليد کې د پام وړ زياتوالى راشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کورنیو تولیدي فابریکو او د هغوی د اړوندو وسایلو ترمیم او ساتنه د برښنا شرکت له لومړیتوبونو څخه ده.

ټیګونه