Jun 23, 2024 15:10 Asia/Kabul
  • د غزې په جنایتونو د مقاومتی کړیو جدي ګواښ او په لبنان د حملې احتمال

په اسرائيلو کې په اساسی ټارګټونو  دمقاومتي کړیو ګډې حملې دغزې د جنګ پر غچ اخستنې سربیره،په لبنان د حملې لپاره د وحشي صهیونیسټي رژیم  دزیاتیدونکو ګواښونو په وړاندې د مخه نیونکي پیغام لرونکي هم دي. د غزې دجنګ  په 261 ورځې  سهار وختي یعني  نن یکشنبې ورځې اسرائیلی رژیم  په مدیترانې ، عدن خلیج او سرۀسمندر کې  د خپلو ټارګټونو په ضد دعراق  دمقاومت او دیمن د پوځ  دغچ اخستونکو عملیاتو د زیاتیدا اوسختیدا شاهد ؤ.

په دې کې  د ایلات او حیفا په څير د نیواکي ټاټوبو په داخل کې  پر ټارګټونو سربیره، په سرۀسمندر او مدیترانې  سمندر کې له دغه رژيم سره اړونده کشتۍ  ددغو  توغندیو  او ډرونز په شیشت کې  ورغلي دي. دعراق مقاومتي غورځنګ  د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ او د ښځو ماشومانو او بوډاګانو پشمول  دغزې د مظلومو عامو خلکو  په ضد د جنایتکار صهیونیستي رژيم  دعامو وژلو په ځواب کې  دخپل کړچار او غچ اخستونکو  حملو په دوام کې  د یمن له پوځ سره  مشترک دوه کوټلی  عملیات ترسره کړل چې  په لومړیو عملیاتو کې په حیفا بندر کې څلور کشتۍ  او په دوهمو عملیاتو کې هم  په مدیترانې سمندر کې  یوه کشتۍ (Shorthorn Express) چې دحیفا بندر په لور روانه  وه، ټارګټ شوه.

همداراز  دعراق  اسلامی مقاومتي لوري  په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم  دپوځ له حملو او د په دغې تړانګې کې  د فلسطینیانو   په وحشي ډوله وژلو پسې  وئيلي دي چې  د فلسطین دملت ددفاع په دوام کې  او د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو په غبرګون کې  به نیواکي ټاټوبی په شیشت کې راولي.

پر دې سربیره دغزې تړانګې په ضد  د صهیونیستي رژيم د پوځ له حملو وروسته ، په سیمې کې د  امریکائي پوځیانو ځیني اډې او مرکزونه ، د صهیونیسټي رژیم څخه ددغه هیواد د  جوت ملاتړ په دلیل ، د عراق د اسلامی مقاومتي  مبارزانو له خوا په توغندیو او ډرونز سره ټارګټ شول.

 په همدې ترتیب د عراق له مقاومتي ډلو سره د  یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ د مبارزانو مشترکه حمله  له دې یوه ورځ وروسته وشوه چې  انصار ا... غورځنګ  په عرب سمندر کې د  Trans World Navigator  کشتۍ  او په سرۀسمندر شمال کې د امریکا د الوتکه وړونکي آئزنهاؤر نومې سترې بیړئ په ورزر لرونکو بالسټیک توغندیو سره د ټارګټ کولو خبر ورکړ.د جنورۍ په ۱۲ نیټه ، امریکا او انګلستان له صهیونیسټ رژيم څخه په ملاتړ کې  د یمن په څو ښارونو کې د یمن د پوځ د مورچلو او مرکزونو په ضد په پراخو حملو لاس پورې کړ او دا موضوع سبب شوه چې د یمن د پوځی د شیشت  دایره نوره هم پراخه شي او امریکائي او بریتانوي کشتۍ ئې هم په  شیشت کې ورشي .

د یمن ولسی ځواک ژمن شوی دی ترڅو چې جنایتکار صهیونیسټي رژیم په غزې خپلې حملې ونه دروي، نو په سرۀسمندر  او باب ا لمندب کې  نیواکي ټاټوبو ته تلونکي کشتۍ  یا ددغه رژيم کشتۍ په شیشت کې راولي  او ټکه ئې ټارګټ کوي. د دوي په لومړنۍ حملې کې د سرۀسمندر په جنوب کې د اسرائیلو یوه بار شوي کشتۍ  وتښتول شوه او  د هغې ټوله عمله ئې ونیوله.  له هماغه وخته  د واشنګټن پوسټ  دلیکنې په اساس،پنټاګان،   د یمن په سواحلو کې د لویدیځوالو په پوځي  یا تجارتي کشتیو باندې 190 حملې ثبت کړي دي. د یمن او عراق د مقاومتي جبهو  مشترکه عملیات،د ډګرونو د وحدت  د تحقق یوه بله ځلا  انځوروي لکه څنګه چې په سیمې کې د مقاومتي چورلیز کړئ ، د غزې له جنګه وروسته، په غزې کې د صهیونیسټي پوځ د جنایتونو  د غچ اخستنې  څه دپاسه دوه زره عملیات ترسره کړي دي ، او  له دې لارې ئې هڅه کړې ده  د غزې د کلابند  ولس په ملاتړ کې خپله انساني او اسلامی دنده ترسره کړي.

په عین حال کې  په دغه وخت کې د صهیونیسټ رژیم  د اساسی موخو په ضد د یمن د ولسی ځواک  او دعراق د اسلامی مقاومتي غورځنګ ګډې غچ اخستونکي حملې،په غزې کې د خپلو حملو او جنایتونو  درولو ته د وحشي صهیونیسټي پوځّ د  اړباسلو او د غزې د مظلومو خلکو پرملاتړ  پر بیا ټينګار سربیره، په لبنان د حملې او دپه یوې بلې غزې ئې دبدلولو  لپاره ددغه جنایتکار رژیم د هغو زیاتیدونکو ګواښونو په وړاندې یوډول  د مخه نیونې رامینځةکول حسابیږي  چې  نن سبا او ج ته رسیدلی  او د سیمه ایزو او نړیوالو  حکومتونو او ادارو او اورګانونو  اندیښنې  ئې له ځان سره درلودلي دي.

 له دې پلوه  ددغو حملو پیغام دا دی چې په لبنا او  حزب ا...  د حملې لپاره د نتنیاهو ګواښ د مقاومتي جبهې په ټولو برخو حمله ګڼل کیږي او  هغوي ټوله به  دفاع ته مخه کړي او ممکنه ده  د داسې لانوو جبهو د رامینځةکیدا سبب شي چې  صهیونیسټي رژیم  ئې هیڅکله  هم تصور نشي کولی.

 

ټیګونه