ایران او چین ؛ د ختیځې نړۍ د ښکلي او د مقاوم تمدن استازي
(last modified Thu, 30 May 2024 09:37:20 GMT )
May 30, 2024 14:07 Asia/Kabul
  • ایران او چین ؛ د ختیځې نړۍ د ښکلي او د مقاوم تمدن استازي

پارس ټوډې –ایران او چین په څو زره کلن تاریخ کښې د سولې او د امنیت پیغام راوړونکي دي او همدغه انساني کتنه د وریښمو د لارې د جوړیدا زمینه جوړونکي ده.

د ایران او د چین د کلتورونو ترمینځ په ارتباط باندې څه موده مخکې د ایران او چین ؛ د تاریخي  مبادلاتو او د کلتوري ظرفیتونو په نوم په یوې تخصصي غونډې کښې غور وشو چې دلته اوس تاسو ته د هغې د مهمو ټکو لنډیز وړاندې کوو.

د ایران او چین . د تاریخي مبادلاتو او د کلتوري ظرفیتونو د تخصصي غونډې سیکرټر امیر رضايي پناه» وايي د نړیوال نظام فضا تل د قدرت پراساس دی.

له دوهم نړیوال جنګه وروسته سوکه سوکه د کلتور په شان مفاهیمو او نورو اړخونو ته پام وشو او نن سبا د کلتوري او د هویتي نظریاتو د قدرتمن کیدا کتونکي یوو.

که چیرې یو وخت په نړیوال نظام کښې د قطبونو خبره کیدله ، نن سبا د سیمو خبره کیږي چې الزاما جغرافیايي نه بلکې کلتوري او هویتي دي.

ایران او چین دوه هیوادونه دي چې په نړیوال نظام کښې د سلطې مفهوم نه مني او په هغو اړیکو سربیره چې د تاریخ په اوږدو کښې یې لرلي دي داسې عقلانیت لري چي دغه دواړه شیان یوبل ته نږدې کوي.

زه په چین کښې یو ایرانی یم!

د چین پوهنتون د ایران پيژندنې د مرکز مدیر «

جی کی یون»:

د ایران ګرانو وروڼو او خویندو! زه چیني څیړاند نه یم ، زه یو ایرانی یم په چین کښې. شاید زما څیره چیني وي خو زما روح ایرانی دی.

دوه دیرش کاله مو د ایران کلتور او تاریخ زده کړ او مینه وال یې شوم او زما په ذهن او روح کښې یې نفوذ وکړ.

زما له نظره د ایران کلتور په خپله د چین کلتور دی په یوه بل ځای کښې.

د همدې لپاره تل د چین له ځوانانو غواړم چې ایران ته ورشي.

ایران د تمدن مرکز دی او د چین په شمول د دنیا ډیرې سیمې د ایران د کلتور تر اغیز لاندې دي.

مونږ په تاریخ کښې له یوبل سره وروڼه یوو او په چین کښې د ایران د کلتور او د تمدن په هکله ډیر کتابونه شته چې خلک یې خوښوي. مونږ ایران خپل ورور ګڼو. په سیاسي حوزه کښې هم له یوبل سره برابر یوو.

په چین کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلایار« نعمت الله ایران زاده »وايي جی کی یو مشهور ایران پیژانده شخصیت دی او د ایران او د چین ترمینځ د نویو پیوندونو سرچینه او د پوهنتون استاد دی او د خدای پاک شکر دی.

هغه وویل دغه زوړ تمدني تاریخي پیوند باید زمونږ په یادونو کښې له سیاسي جفرافیایې څخه ورهاخوا ورشي.

ایران او چین په خپل څو زره کلن تاریخ کښې هیڅکله په کوم ملت تیری ونکړ.

د ایران او د چین ملتونه دواړه د سولې او د امنیت پیغام راوړونکي دي او همدغه کتنه د وریښمو د لارې د رامینځته کولو زمینه جوړونکي ده.

ایران او چین ، له ایران څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو او له چین څخه د خلکو او د هیوادونو له ویرولو مخکې چې چټي یې په ځینو ملتونو کښې دود کړي ده باید وکولای شي د ختیځو تمدنونو استازیو په توګه د نني بشر په سالم ډول د ژوند کولو لپاره د نوي تمدن بیلګه ډالۍ کړي.

 

ټیګونه