د ایران خارجه وزیر د سیمه یزو مشورو په خاطر بحرین او کویت ته هم سفرونه کوي
د ایران د خارجه وزارت و یندوي په خبری کنفرانس کې ووئيل؛له ځینو اختلافاتو ورتیر، د سولې او امنیت د ساتلو لپاره دسیمې له هیوادونو سره سلامشورې د ایران د اسلامی جمهوریت لومړیتوب دی اونن هم په همدې ارتباط دایران خارجه وزیر سره د لوړروتبه پلاوي کویت او بحرین ته سفر کوي.
ایرناخبری آژانس راپورورکوي، د ایران دخارجه و زارت ویندوي اسماعیل بقائي نن سهار په خبري کنفرانس کې ووئیل، دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت په وروستیو اونیو کې په غزې او لبنان کې د صهیونیسټي رژيم د وحشیتوب او عامو وژلو او نورې سیمې ته د غزیدا د مخینوي لپاره ډيرې هڅې په ایجنډا کې درلودلي، او دغه هڅې ئې اجرائي کړي دي او دا سلامشورې لبنان ته د ایران د خارجه وزیر عباس عراقچي په میداني سفر سره پیل شوې.
بقائي دې ته په اشارې سره چې د سیمې هیوادونو ته پر سفرونو او ډيپلوماټيکو مشورو سربیره له مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو چارواکو سره ډیری ټیلیفوني تماسونه هم ټینګ کړي او د تاؤتریخوالي د پراختیا د مخنیوي په باب ئې ښې مشورې او خبرې کړي دي،په دغو سفرونو سره د خارجه وزیر پیغام روښانه وبالۀ او زیاته ئې کړه ، په دغو مشورو کې له ټولو مهمه چاره له ګاونډیانو سره داړیکو پراختیا هم په سر کې ده.