د کرکټ په سياليو کې د افغان ابداليانو A ټیم آسیائي اتلوالي وګټله
(last modified Mon, 28 Oct 2024 07:40:20 GMT )
Oct 28, 2024 12:10 Asia/Kabul
  • د کرکټ په سياليو کې د افغان ابداليانو A ټیم آسیائي اتلوالي وګټله

په درستې نړۍ کې اوسیدونکو افغانانو  او ټولو پښتنو هم په دې اړه خوښي ښودلې او  دافغانستان سپورټي ټولنې ته ئې د زړه له کومې مبارکي وئيلې ده.

زمونږخبریال د افغان خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ، بیګا شپې ناوخته د افغانستان د  کرکټ افغان ابدالیانو الف  ډلې  د سري لنکا  له الف ډلې سره په پای لوبې کې سخته سیالي وکړه چې بلاخره ئې له هندوستان  وروسته سری لنکا ته هم ماته ورکړه او دافغانستان لپاره ئې ستر ویاړ ډالۍ کړ او په دې توګه ئې د آسیا دکرکټ الف ډلو اتلوالي خپله کړه.  په راپور کې وئيل شوي دي  چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ د الف لوبډلې اتلولي په جشنونو ولمانځل شوه.

همداراز په درستې نړۍ کې اوسیدونکو افغانانو  او ټولو پښتنو هم په دې اړه خوښي ښودلې او  دافغانستان سپورټي ټولنې ته ئې د زړه له کومې مبارکي وئيلې ده.

 له بده مرغه ځيني راپورونه ښئ چې په افغانستان کې د کابل پشمول په ځينو سیمو کې په دې اړه جشن لمانځونکي  دطالبانو د مامورانو له خوا نیول شوي او ډبول شوي هم دي .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ایکس‌پاڼه د دې بریا مبارکي ورکړې او ویلي يې دي چې افغان لوبغاړو په ټولو لوبو کې د افغانستان لپاره لاسته‌راوړنې کړي او وطنوال یې خوشاله کړي.

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د طالبانو د حکومت چارواکو هم د کرکټ په‌دې بریا خوښي ښوولې.

په دې اړه د تهران پښتو ریډیو درست کارکونکي هم ټولو افغانانانو په تیره بیا سپورټي تولنې ته د زړه له کومې مبارکي وائي.

 

ټیګونه