افغانستان کښې یو پړانګ وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142142-افغانستان_کښې_یو_پړانګ_وژل_شوی_دی
د افغانستان په پکتیا ولایت کښې یو پړانګ په ډزو وژل شوی دی
(last modified 2023-11-26T02:34:18+00:00 )
Nov 26, 2023 06:59 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې یو پړانګ وژل شوی دی

د افغانستان په پکتیا ولایت کښې یو پړانګ په ډزو وژل شوی دی

په وروستیو لسیزو کې د جګړو او بې غورۍ له امله په افغانستان کې د مختلف ډوله پړانګانو  شمیر له سخت کمي سره مخ شوی او دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد پخواني حکومت د دغو حیواناتو په ښکار بندیز اعلان کړی و.

د پړانګانو شمیر ډیر لږ دی او نسل یې د ختمیدو له خطر سره مخامخ دی او د دغه حیوان واورین ډول زیاتره د بدخشان ولایت د شمال ختیځ په واخان کښې موندل کیږي.

د غرني پسونو په شمول چې د پړانګانو خوراکي سرچینه ده د نورو ډول ډول حیواناتو بې خرته ښکار لامی کیږي چې دا حیوان د سختې لوږې په وجه د انسانان قلمرو ته راځي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت چارواکو پرون وویل چې یو پړانګ د جمعې په ورځ پس له دې چې دوه کسان یې زخمي کړل، په ډزو ووژل شو.

ځايي چارواکي وايي چې د پړانګ د حملې له امله ژوبل شوي کسان روغتون ته منتقل شوي دي.