طالبان: افغانستان کښې په ښځو تشدد منع دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142152-طالبان_افغانستان_کښې_په_ښځو_تشدد_منع_دی
د طالبانو ویاند ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی منع دی او په دې برخه کښې له تیروتنه کوونکي سره به قانوني چلند وشي.
(last modified 2023-11-26T04:13:36+00:00 )
Nov 26, 2023 08:38 Asia/Kabul
  • طالبان: افغانستان کښې په ښځو تشدد منع دی

د طالبانو ویاند ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی منع دی او په دې برخه کښې له تیروتنه کوونکي سره به قانوني چلند وشي.

 د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د «ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د نړیوالې ورځې» په مناسبت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې هر ډول تاوتریخوالی منع دی.

هغه زیاته کړه: کوم کسان چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي د محکمو له لارې به محاکمه شي.

د طالبانو ویاند په دوام وویل: جبري ودونه او په ښځو باندې کورني ظلمونه د منلو وړ نه دي او دا مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله خلک په زندانونو کښې دي او د هغوی دوسیې روانې دي.

دغه طالب چارواکي امنيتي ځواکونو ته په خطاب کې وويل: که امنيتي ځواکونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيې وویني نو بايد ژر تر ژره اقدام وکړي او د دغو مجرمينو دوسيې په لومړي فرصت کښې د غور لپاره محکمې ته وړاندې کړي.

له بلې خوا د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په تېرو دوو کلونو کې یې د ښځو د میراث په اړه له ۵ زرو ډېرې دوسیې څېړلې دي.

خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي چې ښځې باید په بېلابېلو برخو کې د پام وړ شتون ولري.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو پر زده کړو او کار کولو محدودیتونه ولګول او نړیوالې ټولنې هم اعلان وکړ چې د دې ډلې موقت حکومت به تر هغې په رسمیت ونه پیژني تر څو چې طالبان پر ښځو لګولي بندیزونه لرې  نه کړي.