که اوبه وي له ایران سره د حقابه تړون ته ژمن یو
د طالبانو د حکومت ویاند یو ځل بیا د ایران وړاندیز مشروط کړ او ټینګار یې وکړ چې که اوبه وي، افغانستان له ایران سره د حقابه هوکړې ته ژمن دی.
د هیرمند د تړون له مخې چې په ۱۹۷۲ (۱۳۵۱ هـ ش) کې د ایران او افغانستان د هغه وخت د چارواکو له خوا لاسلیک شو، د هرمند سیند د اوبو په برخه کې د ایران ونډه په کال کې ۸۲۰ میلیونه متر مکعب په هر کال او شاوخوا ۲۶ متر مکعبه په سیکنډ کې ده چی البته په مختلفو میاشتو او موسمونو کې، دا توپیر لري،خو دا تړون لا تر اوسه نه دی پلي شوی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو سره، دغه حکومت څو ځله د ایران د حقابه په اړه د هیرمند د تړون په رعایتولو ټینګار کړی دی.
د تسنیم خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت ویاند«ذبیح ... مجاهد» د دوشنبې په ورځ د ایران حقابه ته په اشارې سره وویل: که چیرې اوبه شتون ولری، افغانستان له هلمند (هیرمند) سیند د ایران د حقابه په هکله موافقې ته ژمن دی. "
د طالبانو د حکومت ویاند ادعا وکړه چې اوس مهال په افغانستان کې وچکالي روانه ده او افغانان د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي، تر دې مخکې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د کمښت د مسلې د تعقیب لپاره یوه ګډه کاري ډله جوړه شوې وه.
د سیاسي مسایلو یو شمېر کارپوهان له هیرمند د ایران د حقابی په حل ټینګار کوي او په دې باور دي چې دواړه لوري باید په دې برخه کې ګټورې خبرې وکړي، څو د کابل او تهران په اړیکو کې کومه ستونزه رامنځته نه شي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی تر دې مخکې د ایران د حقابی په اړه ویلي وو: څومره چې مونږ ه له خپلو خلکو سره خواخوږي لرو په هماغه اندازه د ایران د سیستان او بلوچستان له خلکو سره هم خواخوږي لرو او د هغوی درد خپل درد ګڼو.
متقی وويل چې د اوبو مسله بايد سياسي نه شي او دا ډول مسايل بايد د رسنيو د شورماشور پر ځاى د تفاهم او خبرو له لارې حل شي.