د کاپيسا ولایت په اسمان یوه بې پیلوټه الوتکې ګزمې کړي دي
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه ورکړل شوي، خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغان غږ خبری آژانس په کاپیسا کې د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلی د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې بې پیلوټه الوتکوګزمه کړی ده.
دا لا څرګنده نه ده، چې دغه بې پیلوټه الوتکه له کومه ځایه او څنګه د افغانستان هوايي حریم ته ننوتلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه ورکړل شوي، خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له دې مخکې ویلي وو چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځي او کابل د دغه اقدام مخالف دی.