افغانستان ته د اسلامي هېوادونو د علماوو د پلاوي سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142472-افغانستان_ته_د_اسلامي_هېوادونو_د_علماوو_د_پلاوي_سفر
د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو یو پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی.
(last modified 2023-12-01T22:14:18+00:00 )
Dec 02, 2023 02:43 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د اسلامي هېوادونو د علماوو د پلاوي سفر

د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو یو پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی.

د ځوانو ژورنالیستانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د علي قره داغي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو دیني عالمان د جمعې په ورځ کابل ته رسیدلي.

دغه پلاوی به د طالبانو له چارواکو سره له پاکستانه ایستل شویو کډوالو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو کډوالو د چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني له دغه پلاوي وغوښتل چې اسلامي هېوادونه وهڅوي، ترڅو له افغانانو سره مرستې زیاتې کړي.

دیني عالمانو نن د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې متقي د اسلامي همکاریو د سازمان او د علماوو له استازو غوښتي، ترڅو د افغانستان واقعیتونه د خپلو هېوادونو چارواکو او نړیوالې ټولنې ته ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان خلک او حکومت درک کړئ، د افغانستان وضعیت او واقعیتونه د خپلو هېوادونو چارواکو او نړیوالې ټولنې ته ورسوئ، د دې وخت رارسېدلی چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونه په افغانستان کې له رامنځته شویو فرصتونو څخه د پوره ګټې اخیستنې په موخه اقتصادي پروژې پیل کړي.

متقي او د دغه پلاوي غړو د افغانستان پر سیاسي او بشري مسایلو هم خبرې کړې دي.

د پلاوي غړو له نشه يي توکو سره د مبارزې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او په افغانستان کې د هر اړخيز امنيت او ثبات په رامنځته کولو کې د طالبانو د کړنو ستاينه کړې.

باید وویل شي، چې طارق بخت د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان استازی دی او افغانستان ته د سعودي عربستان، ترکیې، پاکستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، چاد او ګیني هېوادونو استازي په دغه پلاوي کې غړيتوب لري.