پاکستان د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142478-پاکستان_د_افغان_ناروغانو_پر_مخ_د_تورخم_دروازه_وتړله
چارواکي وایي، تر دې وړاندې د ورځې په اوسط  ډول سل تنه ناروغان  د درملنې په موخه یاد هېواد ته تلل چې له خبرتیا پرته پاکستان د دوی مخنیوی هم وکړ.
(last modified 2023-12-02T03:25:11+00:00 )
Dec 02, 2023 07:53 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله

چارواکي وایي، تر دې وړاندې د ورځې په اوسط  ډول سل تنه ناروغان  د درملنې په موخه یاد هېواد ته تلل چې له خبرتیا پرته پاکستان د دوی مخنیوی هم وکړ.

د ننګرهار اطلاعاتو اوکلتور ریاست پاکستان ته د درملنې په موخه د ناروغانو لیږد کمیسون له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله او له ناروغانو یې غوښتي چې نور د ناروغانو لیږد کمیسون ته مراجعه ونکړي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست  اطلاعاتو امر مولو ی صدیق الله قریشي وایي، له پخوا نه د شوي تفاهم له مخې پاکستان هره ورځ په اوسط ډول سلو تنو هغه ناروغانو ته چې دلته یې درملنه ناشونې وه، د هغوې له پایوازانو سره له پاسپورت اوویزې پرته د درملنې په موخه هغه هېواد ته د ورتګ اجازه ورکوله.

قریشي وایي تیره ورځ پاکستان له وړاندینۍ خبرتیا پرته د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ وتړله.

د ناروغانو د لیږد ځانګړي کمیسون مشر ډاکتر سمیع الحق جمال وایي، پاکستان په دې وروستیوکې یوازې د سرطان پر ناروغۍ اخته کسانو ته له پاسپورت او ویزې پرته د درملنې په موخه هغه هېواد ته دتلو اجازه ورکوله، خو اوس یې د هغوې پرمخ هم خپله دروازه وتړله.

ډاکتر جمال وایي که څه هم چې په دې وروستیو کې په کور دننه د ناروغانو ددرملنې په برخه کې پام وړ پرمختګونه شوې او د ډیرو لاعلاجه ناروغیو درملنه ترسره کیږي خو سرطان هغه ناروغي ده چې لایې هم په کور دننه درملنه ناشونې او پرې اخته ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره ګاونډي هیواد پاکستان او یا نورو هیوادونو ته ولاړ شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې افغانان هرکال د درملنې لپاره تر یو ملیارد ډالرو پیسې له هیواده دباندې لیږدوې چې د دې پیسو ډیره برخه ګاونډي هیواد پاکستان ته وړل کیده.