Dec 02, 2023 14:46 Asia/Kabul
  • د هرات د زلزله ځپلو د بد حالت په هکله د روغتیا د نړیوال سازمان رپورټ

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستن کښې د هرات د زلزله ځپلو ژوند له اوږدې پریشانۍ ډک وباله.

د افغانستان په هرات ولایت کې د اکتوبر له اوومې نه تر پنځلسمې نیټې پورې پرله پسې زلزلو درانه مالي زیانونه اړولي او په نتیجه کې یې تر دوه زره زیات کسان وژل شوي دي.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په هرات ولایت کښې د زلزله ځپلو د وضعیت په اړه په یو راپور کښې لیکلی، په هرات کښې پرله پسې زلزلې لامل شوي چې قربانیان له ډیرې مودې راهیسې په ویره او پریشانۍ کښې ژوند وکړی.

دغه سازمان په سیمه کې سختې یخنۍ ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې د زلزلې بې کوره شوي کسان له سختې یخنۍ څخه د خلاصون لپاره له خیمو څخه نیمه ویجاړو شویو کورونو ته پناه وړي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په یوه تازه بیان کې د هرات زلزلې ځپلو کورنیو ته د دایمي سرپناه برابرول اړین بللي دي.

په هرات کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د احصائیو له مخې، ۳۷ زره کورنۍ تر خلاص اسمان لاندې په خیمو کې ژوند کوي.

 

ټیګونه